امریکایي ځواکونه

پر کابل تیاره

دري ژباړه: جلیل پژواک

پښتو ژباړه: بهادرخان رحماني

د افغانستان پېښه لږ تر لږه تر هغه ځایه چې لویدیځو نظامیانو پورې اړه لري، د پای ته رسېدو حال کې ده. که ولسمشر بایډن پر خپل مهالوېش ودریږي، وروستي لویدځ سرتیري ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ کال سپټمبر په ۱۱مه، نیویارک ښار کې پر نړیوال سوداګریز مرکز د القاعدې له برید ټیک دوه لسیزې وروسته، افغانستان پرېږدي. د افغانستان جګړه باید یوې ځانګړې موده کې پای ته رسېدلې وی. خو له ډېری وینې او پیسو تویېدنې وروسته، ډېری په دې فکر دی چې ایا دا جګړه لاسته راوړنه لري یا نه؟

که څه هم دې جګړې د القاعدې شبکه کمزورې کړه، خو له منځه یې یو نه ړه. متحده ایالاتو له کابله د طالبانو په ویستلو، د القاعده مشر پسې شول او هغه یې وواژه. خو له پلازمېنې او څو نورو ښارونو بېرون، طالبان اوس له بل هر وخته ډېر ځواکمن دي او تیاریږي چې د غربي ځواکونو وتلو وروسته بېرته قدرت ترلاسه کړي. افراطي اسلامپالنې ترورېزم، څه له نظامي او څه له ایډیالوژیکي نظره ماتې نه ده خوړلې او لا هم لویدیځ ته ګواښ دی. له دې ټولو کلونو وروسته، افغانستان لا هم تلپاتې حکومتولي جوړښت نه لري، چې وکولی شي داخلي ترورېزم، فساد او د نشه یي توکو سوداګري مهار کړي، پاتې شوه د دې هېواد وګړو ته د سوله ییزې او نېکمرغې راتلونکې لرلید. د سیمې ټیکاو شونې ده چې د لویدیځو ځواکونو وتلو سره، له نن نور هم مات وي.

موږ باید د ګمان ښکار نه شو. د غربي ځواکونو شا ته تګ د ماتې په ډول ده او د هغې انساني پایلې به یې سختې وي. د افغانستان خلکو لپاره به جګړه دوام مومي. د طالبانو احتمالي راستنېدنه او د دې ډلې د تیږي دورې اسلامپالنه، بیاځلي به د افغان مېرمنې او انجونې د حجاب اغوستو ته اړې کړي او انساني حقونه به یې ترې واخلي. لوستي ښاري افغانان به ډله ډله لویدیځ ته وتښتي. هغوی چې پاتې کیږي، د قومي او مذهبي لږه کیو په ګډون به له ناخوښه برخلیک سره مخ کیږي.

سړی فکر کې کیږي، چې پوه شي ایا اروپایي ټولنه او ناټو هغه څه چې راتلونکو میاشتو کې به یې وکړي، ایا په رښتیا هم تیار دي که نه؟ له نظامي انده دا وتنه منطقي ده: لودیځ افغانستان کې کوم څه لاسته راوړلو لپاره نه لري. خو له انساني او اخلاقي نظره، دا ډول وتنه د اټکل وړ ناورین دی.

اروپایي ټولنه باید په ځانګړي ډول د افغان کډوالو لوی سیل په تمه شي؛ هغه کډوال چې د هغو ویتنامیانو یاد به تازه کړي، چې له وېتنامه د امریکا وتلو وروسته په لویدیځ کې پناه پسې شول.

د ژیوپولیتیک وتلو بیه به هم لوړه وي. افراطي اسلامپاله ډلې به دا په اصطلاح د لویدیځ ماتې به څه ډول تعبیروي؟ ایا افغانستان لکه د سړې جګړې وروسته دورې او د شوروي سرو لښکرو وتلو وروسته په شان، بیاځلي به د ترهګرو په امن ځای بدل شي؟ او ایا له منځنۍ اسیا وراخوا، روسیه او چین له هغه څه چې هغه د لودیځ کمزوري یادوي، اوکراین او ټایوان ته په ترتیب سره د خپل لاس غځونې زیاتولو سره به ځواب ور نه کړي؟

د متحده ایالاتو ولسمشرۍ لوړې مراسمو کې د بایډن پیغام دا و چې «امریکا بېرته راغلې». خو د ټرمپ متحده ایالاتو تللي باور وروسته په دومره اسانه سره د بېرته راتګ وړ نه ده. نړۍ کې د امریکا تللی باور ځای موندلو لړۍ به وخت ونیسي او کولی شي چې د واشنګټن د دښمنانو او سیالانو ناسمې او خطرناکې محاسبې لامل شي.

افغانستان کې د لویدیځ اوږد حضور پای موده د واک تشه رامنځته کوي، چې سیال سیمه ییز قدرتونه به هڅه وکړي، هغه ډک کړي. په دې تېرو شلو کلونو کې، خبره یوازې امریکا او د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د امریکا جګړه نه وه. پاکستان لپاره، د افغانستان جګړه تل، د دې هېواد اصلي دښمن یانې هند پر وړاندې د پاکستان داخلي ځمکې خوندیتوب لپاره وه. اسلامي ترورېزم د پاکستان اصلي وسیله ده او په همدې دلیل متحده ایالاتو پر وړاندې د دې هېواد سیاست هېڅکله روښانه نه و. پاکستان له یو خوا امریکا ته اجازه ورکړه، څو د دې هېواد له بندرونو او خاورې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تامین لپاره ګټه واخلي او له بلې خوا، اسلامپاله ترهګرو له هغې ډلې بن لادن او د طالبانو ډېری مشرانو ته یې خپلې خاوره کې پناه ورکړه.

په همدې حال کې، د ایران رژیم له ډېرې مودې ده چې د افغانستان لویدیځ کې د خپل شتون خوندیتوب سره، د دې هېواد د شیعه جمعیت خوندیتوب او د خپلې ختیځې پولې تامین هڅه لري. او چین د سیمې تر ټولو لوی او تر ټولو ډېر پراختیا غوښتونکی سیمه ییز قدرت، د خپلې جیوپولیټیکي ګټو او افغانستان کې د پام وړ طبیعي سرچینو اړوند ګټو لرونکی دی. افغانستان پر دې سربېره چې د کمربند نوښت او چین لارې لپاره یو بالقوه سوداګریز مرکز دی، اسلام اباد سره د کابل نږدې اړیکې (اوس چې چین له هند سره خپلې پولي نښتې له سره نیولي) کولی شي، چې له مخکې څخه په ځلونو ډېر د ارزښت وړ شي.

هماغسې چې افغانستان کې د غرب حضور د دې نښتو مهار سره مرسته کړې، د لویدیځ وتنه به په ډېرې شونتیا سره سرچپه وي. چین به هڅه وکړي چې خپل ځان د امریکا ځایناستي په توګه معرفي کړي. دا چې ایا چین کولی شي، له شوروي او امریکا په ښه ډول د دې باروتو بوشکې له ادارې راووځي یا نه، بل بحث دی. ځواکمن دلیلونه شته چې سړی د دې کار ترسره کولو کې د چین پر توان شک وکړي.

د افغانستان تراژیدي لږ تر لږه له نولسمې پېړۍ راهیسې دا ده، چې دا هېواد د لویو قدرتونو د ګټو ټکر یو ځای کولو ټکی و. د افغانستان لومړیو کې جنجالي موضوع د انګلیس او روسیې امپراطوریو ترمنځ وه، چې پر منځنۍ او سویلي اسیا د کنټرول هڅه وه. بیا په شلمې پېړۍ کې په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د شوروي برید سره، دا هېواد د سړې جګړې په اور کې راګیر شو. په ۱۹۸۹ کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتلو سره، دغه هېواد په داخلي جګړو کې پرېوت او کله چې القاعدې کنټرول واخیست، د دې ډلې په اډې بدل شو. د سپټمبر له ۱۱مې وروسته متحده ایالات او د واشنګټن لویدیځ متحدینو پر افغانستان برید وکړ. د دې هېواد مخ لږ تر لږه نیمه پېړۍ په جنګ کې وه او هېڅ دلیل نشته چې فکر وکړو د دې هېواد بدمرغۍ دې ژر پای ته ورسیږي.

افغانستان کې د غرب نظامي حضور لپاره هېڅ تلپاتې ځایناستی نشته. موږ به د ۲۰۲۱ کال سپټمبر میاشت کې د یو باامنه او غوره نړۍ لیدونکي و نه اوسو. برعکس، له افغانستانه د لویدیځ وتلو سره به په یو انساني ناورین بدل شي. د افغانستان خلک به لومړي کسان وي، چې له هغې به رنځ وړي، خو هېڅکله به وروستی نه وي.

یوشکا فیشر له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۵ پورې د المان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال په توګه چوپړ کړی او شاوخوا ۲۰ کلونو لپاره د المان شین ګوند رهبر و.