صادق خان

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راځي

اطلاعات روز: کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان وایي، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق له یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.

کابل کې د پاکستان سفیر پر خپل ټوېټر که څه هم وخت نه دی کره کړی، خو ویلي یې دي چې ښاغلی صادق کابل ته راځي. منصوراحمد خان پر ټوېټ کې ویلي، چې نوموړی به افغان لوري سره په افغان سولې، امنیت او اړونده موضوعاتو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یوې خبري ناسته کې د پاکستان د دې پلاوي د راتګ خبره وکړه.

ښاغلي محب وویل: «له پاکستانه پلاوی راځي، دلته به پر تخنيکي مسايلو او هغو موضوعاتو وغږېږو چې زموږ او دوی تر منځ ستونزې پکې دي. لاس‌پوڅي يې شايد ادعاوې وکړي، مګر واقعيت هغه څه دی چې ټول يې ويني.»