رحیم الله

د پکتیکا وازېخوا امنیه قوماندان وسله وال برید کې وژل شوی

اطلاعات روز: د پکتیکا امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت وازېخوا ولسوالۍ امنیه قوماندان په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د پکتيکا د پوليسو وياند شاه محمود ارين اطلاعات روز ته وويل، تېره شپه (یکشنبه، ۵ د غویي) د پکتيکا ولايت په وازېخوا ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پرمهال یې د وازېخوا امنيه قوماندان عبدالرحيم وژل شوی دی.

د ارين په خبره عبدالرحيم ځينو امنيتي پوستو ته اکمالات کول، چې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شو. نوموړی زياتوي، چې قوماندان لومړی ټپي او وروسته يې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

وازيخوا د پکتيکا ولايت له ناامنه ولسواليو ګڼل کيږي، لويې لارې يې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي او هلته ميشتو افغان ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کيږي.