هرات

«د یو بندي په ډول»؛ په هرات کې د ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکز کیسه

خبریال: واجد روحاني

ژباړه: حبیب الله سراب

د هرات د مرکزي زندان ترڅنګ د لوړو دیوالو په منځ کې ۱۰۳ ماشومان د دوو انجونو په ګډون دې ودانۍ په خپل ځان کې ځای ورکړی، چې د زندان موده په کې تېروي.

د هرات د مرکزي زندان په څنګ کې د یوې ودانۍ په لوړو دیوالونو کې ۱۰۳ ماشومان د دوو انجونو په ګډون د بند شپې او ورځې تېروي.

دلته د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز دی. که څه هم دا زندان نه دی، خو په مرکز کې یو شمیر ماشومان ادعا کوي، چې د دې مرکز شرایط له زندانه کم نه دي. دغه ماشومانو اطلاعات روز ته په خبرو کې وايي، چې په دې مرکز کې ټاکلي اصول د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی. د ډوډۍ او ځای ستونزه، زده کړو او ارام ته نه لاسرسی د دې مرکز عمده ستونزې دي.

دوی وايي، په یو اطاق کې ۱۲ نفره وخت تېروي او شرایط یې په جیل کې د هغو سره توپیر نه لري. وایي له ذهني ناارامي سره هم مخ دي. د دې مرکز مسوولین هم مني، چې په دې مرکز کې ډیری ماشومان رواني ستونزې لري او حتی داسې ماشومان هم شتون لري چې د شدیدې رواني ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوي دي.

«د بندي په څېر»

نذیر احمد ۱۶ کاله عمر لري او د قتل په جرم په اوو کاله بند محکوم شوی دی، هغه یو کال وړاندې په ګذره ولسوالي کې یو کس په چاقو وهلی و، ولې اوس هغه فکر نه کوي، چې دی دې قاتل شوی وي او د ماشومانو د سمون او تعلیم مرکز ته لاره پرانیزي.

دې وژنې د هغه ژوند د کورنۍ له اتو غړو سره بدل کړ، کورنۍ یې یواځینی ډوډۍ راوړونکی له لاسه ورکړ او نوموړي خپله ازادي، ولې د سمون او روزنۍ په مرکز کې د سختو شرایطو او په خونه کې د زیات پاتې کېدو له امله نذیر احمد ته سخته روانې ناروغي پیدا شوې ده.

هغه اطلاعات روز ته وویل، چې د دریو او څلورو ورځو په موده کې یوازې دوه ساعته اجازه لري، چې له اطاقه بیرون ووځي او شاید دا حالت یې رواني حالت نور هم خراب کړي: «په دې مرکز کې ژوند ډېر په سختۍ تېریږي، د پلار او مور په اړه اندېښنه لرم، پلار مې ګاډۍ لري او کار نشي کولی او زه هم بندي یم، زه هغوی ته هیڅ نشم کولی، تل د خپل ژوند په اړه فکر کوم، بعضې ورځې ژاړم، چې دلته نه فوټبال، نه ولیبال او نه هم نور داسې کوم ورزشي وسایل شتون لري، صرف زه دلته په اطاق کې ناست یم، لکه زنداني.»

ماشومان وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په دې مرکز کې د زده کړو او روزنې جریان بند شوی، نو په په همدې دلیل، دوی مجبور دي، چې ډېر وخت په اطاقونو کې دننه تېر کړي. نذیر احمد ځینې وخت په دې مرکز کې د ماشومانو د ارواپوهنې ښوونکي ته مراجعه کوي.

د هرات د ماشومانو د اصلاحي مرکز د چارواکو احصایې ښیې، چې په دې مرکز کې ۱۰۳ ماشومان د دوو انجونو په ګډون د خپل بند موده تېروي.

د هرات د ماشومانو د اصلاحي مرکز د چارواکو احصایې ښیې، چې په دې مرکز کې ۱۰۳ ماشومان د دوو انجونو په ګډون د خپل بند موده تېروي.

بې برخلیکي

نجیب الله ۱۷ کلن دی، د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شوی او څه باندې په دوه کاله بند محکوم شوی دی، د هغه راتلونکی هم د نذیر احمد په شان دی، دی وايي له سختې ناروغۍ کړیږي.

نوموړي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې خپلې قضیې ته د رسېدنې په موخه چې د هرات په استیناف محکمه کې ده او همدارنګه زیات وخت د روزنې او سمون په همدې مرکز کې ماشومان د زنداني حس کوي.

هغه وايي، چې د زده کړو دوره په دې مرکز کې شتون نلري: «تقریبا ۹ ماشتې مې هره هره ورځ فکر کوه او ژړل به،خو  اوس لږ شه شوی یم، باید چې د تازه هوا اخیستل زیات شي، تر څو زما وضعیت ښه شي.»

نجیب الله د رواني ستونزو زیاتوالي له امله یې دوه ځله د هرات مرکزي روغتون ته مراجعه کړې ده: «د روانې ستونزو له امله زه دوه ځله روغتون ته لاړم، زموږ پورتنۍ دروازه په خونه کې بنده وه، او موږ د نورو بندیانو سره په خونه کې فکر کاوه، هغه وخت مو تلویزون هم نه لاره، نو ځکه مې رواني ناروغي زیاته شوه او زه یې روغتون ته یوړم.»

« لیوني کېږو»

د ۱۶ کلن جاوېد په شمول د دوو نورو رواني وضعیت یې د زیاتېدو په حال کې دی، هغه یو کس د چاقو په ضربه وهلی او په څلورنیم کاله بند محکوم شوی دی او په څنګ کې یې پلار او دوه وروڼه هم په دې پېښه کې د لاس لرلو په جرم په زندان محکوم شوي دي.

هغه په زندان کې ۷ میاشتو تېرولو وروسته اطلاعات زور ته وایي، د ډېر درد او یوازیتوب له امله یې څو ځله خپل سر د زندان په دېوالونو وهلی: «موږ دې ازاده فضاء کې د ګرځېدو او لوبو لپاره بېرون ته بوځي تر څو مو روح تازه شي او که همداسې په کوټو کې دننه پاتې شو حالت مو نور هم خرابېږي. موږ په ۴ ورځو کې یو ځل بېرون ته اوباسي، آخر به لېوني شو.»

د ماشومانو د سمون او اصلاح په مرکز کې د رواني او ټولنیزې برخې کارمند فهیم صدیقي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې زیات ماشومان په دې مرکز کې د خفګان، اضطراب او په مېرګي ناروغي اخته دي او که چیرې دوی د ساتیرۍ او مسلک لپاره مناسب چاپیریال چمتو نه کړي، نو د دوی ناروغي به ورځ تر بلې زیاته شي: «په دې مرکز کې مو هڅه داده، چې د رواني ناروغۍ شدت راکمولو لپاره موږ د دې ماشومانو کورنیو سره په منظم ډول خبرې کوو او مونږ خپله دې ماشومانو ته مشوره ورکوو، ترڅو د دوی فکري حالت له دې نور خراب نشي.»

هغه له عدلیې او قضایې بنسټونو غواړي، چې ژر تر ژره د ماشومانو او لویانو دوسیو ته رسېده ګي وکړي، تر څو په تربیت او اصلاح مرکز کې د رواني ناروغۍ کمولو لپاره ګامونه واخلئ.

په هرات کې د ماشومانو د سمون او اصلاح مرکز سرپرست آمر خالد فقیرزاده اطلاعات روز ته په خبرو کې د ماشومانو د هوساینې لپاره د هڅو ډاډ ورکوي او په دې ټینګار لري، چې د دوو ارواپوهانو په همکاري د رواني ناروغۍ د درملنې برخه کې هڅې وکړي.

هغه وايي، د کرونا ناروغۍ له شپږ میاشتنۍ وقفې وروسته به له یوې هفتې په کمه موده کې بیرته د حرفوي زده کړو دوره پیل شي، چې په دې سره به د ماشومانو په ناسم رواني وضعیت کې ښه والی راشي: «بلاخره کوم ماشومان چې د اصلاح مرکز ته راځي، چاپېریال یې د کور په ډول نه وي، نو هتما د ماشومانو په رواني او اوايي برخې تاثېر اچوي، مونږ هڅه کوو، چې فشارونه راکم کړو.»

د خوړو ستونزې

د دې ستونزو په څنګ کې، ماشومان په دې مرکز کې له خوراکي اړخه هم شکایت کوي، دا ماشومان ادعا کوي، چې د خواک کیفیت ورځ تر بلې مخ په کېدو دی او دوی یې ناروغه کړي دي.

نذیر احمد وايي، د نامناسبو خوړو له امله د معدې له ستونزو هم کړیږي: «خواړه څه وخت وړاندې ښه و، خو اوس خراب شوی، کله چې خواړه خورم، د شپې مې په معده درد وي او ناروغ کېږم.» او هغه اداعا کوي، چې له دې وړاندې ورځو کې د دوی لپاره به کچالو جوش کېدل او یا به راته اش راکول کېده، چې دا په خوړو کې هیڅ نه راځي، خو په هرات کې د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز آمر خالد فقیرزاده د ماشومانو هغه اداعا چې د خوړو په خراب کیفیت یې لري، ردوي: «مونږ د خوړو مشکل نلرو او هره شپه ورته خوښه ویشو او په روژه ماتي کې دغو ماشومانو ته اش او قورمه توزیع کوو. د روزنې او اصلاح مرکز د حوړو کیفیت پر ځای د دې چې ښکته راشي، ښه شوی دی.»

د هېواد لویدیځ کې د مدافع وکیلانو ټولنه ټینګار کوي، چې د هرات ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکز قوانین باید نقض نه شي.

د هیواد په لویدیځ کې د وکیلانو ټولنه ټینګار کوي، چې هرات کې د اصلاح او سمون په مرکز کې باید د ماشومانو قوانین تر پښو لاندې نشي.

د زندانونو چارو د تنظیم قانون په ۴۶ ماده کې د ماشومانو د بیارغونې مرکزونو په اړه لیکي: «د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې د ماشومانو د اصلاح او سمون مرزکونه په معیاري، د نړیوالو اصولو مطابق او د بشري حقونو او مالي امکاناتو په نظر کې نیولو سره جوړیږي.»

په لویدځ کې د وکیلانو ټولنې اطلاعات روز ته په خبرو کې وايي، چې د ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکز اصول دادي، چې د دې قانون څو مادې تر پښو لاندې کوي.

د لویدیځ زون د مدافع وکیلانو ټولنې ریس رفیع نادري وايي، د اصلاح او تربیې مرکز څخه هدف د ماشومانو ساتنه او بشپړه رغونه، اصلاح او زده کړه ده او باید چې په دې مرکز کې ماشومانو ته د هغوی د سالمې ودې لپاره د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.

هغه باور لري، چې په رواني ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو په صورت کې د ماشومانو د اصلاح او تربیې په مرکز کې د ساتیریو نشتون، د ماشومانو له قانون څخه ملاتړ، د ماشومانو  تېروتنو ته د رسېدلو له قانون څخه ملاتړ، د زندانونو د تنظیم قانون او د ماشومانو د کنوانسیون حقوق نقض شوي دي.