کرکټ بورد

د افغانستان کرکټ بورډ نوی اجراییوي مشر معرفي شو

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دې ادارې نوی اجراییوي مشر ډاکټر حامد شینواری معرفي شو.

کرکټ بورډ نن (دوشنبه، ۶ د غویي) پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې خبر خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د اجراییه ریاست بست ته د ازادې او شفافې سیالۍ له لارې له ګڼو کسانو ازموینه واخیستل شوه، چې په پایله کې یې ډاکټر حامد شینواري یاد ریاست ته بریالی شو او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ادارې کارکوونکو ته معرفي شو.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه وایي: «نن د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراییوي رییس ښاغلي رحمت الله قریشي له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته ښاغلی ډاکټر حامد شینواری د نوي اجراییوي رییس په توګه معرفي شو؛ پخواني اجراییوي رییس په خپلو خبرو کې ډاکټر حامد شینواري ته د نوي مسؤلیت مبارکۍ او ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ادارې له کارکوونکو د ښو خدمتونو له امله مننه وکړه.»

د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، نوی اجراییه رییس ډاکټر حامد شینواری د روغتیایي پالیسۍ د مدیریت برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې د افغانستان کرکټ بورډ په ګډون په ګڼو نورو ملي او نړیوالو ادارو کې د مدیریت او رهبرۍ په کچه دندې ترسره کړې دي.

د یادې ادارې خبرپاڼې د ښاغلي شینواري له قوله لیکلي: «دا چې مونږ د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد یو؛ نو د دې امتیاز پاللو او ساتلو لپاره به په ګډه لا ډېر کار کوو، هغه زیاته کړه دا چې نړۍ د پرمختګ لور ته روانه ده؛ نو مونږ به هم په اداره کې د نوو پرمختللو سېستمونو رامنځ کولو لپاره باید لا دېره هڅه وکړو؛ تر څو لوړو پرمختګونو موخو ته افغانستان ورسوو.»

د افغانستان کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي شینواري د یادو موخو د لاسته راوړلو لپاره په ګډ کار ټینګار کړی. نوي اجراییه رییس دغه راز ویلي، لوبغاړو ته به ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي او له شته ظرفیت څخه به سالمه ګټه پورته کوي.