ښځې

د ترکیې ناستې ته د افغان مېرمنو هیله مندي؛ تمه ده دا ناسته د جګړې پای لامل شي

اطلاعات روز: ننګرهار میشتې میرمنې د افغان سولې خبرو پر چټکتیا او دغه بهیر کې د میرمنو د ونډې پر زیاتوالي ټينګار کوي.

میرمنو نن (سه شنبه، ۷ د غویي) د یوې خبري ناستې پر مهال له ښکیلو خواوو وغوښتل چې د جګړې پر ځای دې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي څو په هیواد کې روان ناورین پای ومومي.

د کنفرانس یوه ګډونواله او د ننګرهار د ولایتي شورا غړې حمیرا رفېع اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې د افغان حکومت له لوري د سولې په برخه کې د پیل شویو هڅو ملاتړ ترڅنګ د یادو خبرو پر چټکتیا او د ترکیې په ناسته کې د ښځو د ونډې پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

حمیرا رفې زیاتوي: «مونږ له افغان حکومت غواړو چې باید د سولې په خبرو کې د میرمنو ونډه زیاته کړي او هم دې د سولې خبرې ژر پیل شي، ترڅو وکولای شي هیواد کې جګړه پای ومومي. او هم دې د دوی لاسته راوړنو ته پام وکړي، څه ډول چې لازمه ده تراوسه د سولې خبرو کې میرمنو ته پام نه دی شوی او دا یوه لویه اندیښنه ده د افغان میرمنو نو غوښتنه مو دا ده چې باید پام وشی.»

د ننګرهار د ولایتي شورا غړې حمیرا رفېع په دې ناسته کې د ښځو په زیاتې ونډې ټینګار لري.

د کنفرانس یوې بلې ګډونوالې شهناز بیا د سولې په اړه په ترکیه کې جوړیدونکې غونډې ته هیله مندي وښوده او ویې ویل، تمه لري چې د قطر او مسکو له ناستې وروسته به د  ترکیې ناسته ښې پایلې ولري.

هغې پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، چې په هیواد کې دې د جګړې پای ته رسیدو لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو منځګړیتوب وکړي.

شهناز زیاته کړه: «مونږ د ترکیې ناستې هیله مند یو چې له مسکو او قطر له ناستو وروسته به د ترکیې ناسته یوه مثبته پایله ولري او په هیواد کې به جګړه پای ومومي، له نړیوالو هم غواړو چې په افغانستان کې دې د جګړې پای ته رسیدو لپاره په رښتیني ډول هڅې وکړي تر څو جګړه پای ومومي.»

ننګرهار میشتو میرمنو له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي دې اوربند وکړي او د نورو په لمسون دې پیل شوې جګړه ودروي.

شازیه بابکرخیل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو وویل، په هیواد کې پیل شوې جګړه د ګاونډیو هیوادونو په لمسون او وسله والو طالبانو ته په کار ده چې نوره افغان وژنه پای ته ورسوي.

«زمونږ غږ پر وسله والو طالبانو دا دی چې باید دوی نور اوربند وکړي د رژوې مبارکې میاشتې په خاطر ځکه دا ډیره مبارکه میاشت ده او که اوربند وکړي نو دا به ډیره ښه خبره وي.»

له دې وړاندې وسله والو طالبانو ویلي وو، تر هغې چې بهرني ځواکونو په افغانستان کې وي د سولې په هیڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

خو تازه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمدصادق خان له افغان چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان به د ترکیې په ناسته کې د ګډون تر څنګ د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو ته هم غاړه کېږدي.