د ترکیې ناسته

د استانبول ناستې ناکامېدو سره د افغانستان سناریو

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

له هغې وروسته چې د استانبول ناست له ټاکلې نېټه وروسته ته وغورځېده، د افغانستان، ترکیې او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو په هغه ناسته کې چې د جمعې په ورځ (د ثور په ۳مه) ترکیه کې ترسره شوه، په یو ګډ بیان کې یې د اوربند ټینګښت پر اړتیا او د سولې خبرو اترو لپاره د مناسبې فضا پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د سیاسي حل لپاره د سولې خبرو اترو له لارې ژمن اوسي.

د استانبول ناسته د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ او د ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې په کوربه توب چې ټاکل شوې وه د غویي په څلورمه چې د اپرېل ۲۴مې سره برابره ده، د افغان سولې خبرو لپاره ترسره شي، خو د روان کال سپټمبر میاشت کې د بهرنیو ځواکونو وتلو او ورپسې په دې ناسته کې د طالب مشرانو د نه ګډون اعلان سره، د ترسره کېدو نېټه یې له روژې وروسته ته پاتې شوه او تر اوسه یې کره نېټه نه ده څرګنده.

د افغان سولې لړۍ په اړه د استانبول ناستې لرلید، اوسني حالت ته په کتو روښانه نه ده او له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو وتلو پر مهال، د سولې لړۍ او د بین الافغاني خبرو اترو راتلونکی نامالوم او تر یوه بریده ناشونی په نظر رسیږي. پر دې بنسټ د ترکیې ناستې لرلید په اړه د هغې بریالیتوب او نه بریالیتوب په صورت کې ډېرې پوښتنې رامنځته کیږي، له هغې ډلې دا چې د استانبول ناستې نه بریالیتوب په صورت کې د افغان سولې مذاکراتو په اړه بله سناریو به څه وي، د بین الافغاني خبرو یا د جنګ دوام؟ د جنګ دوام پر مهال کومې سناریوګانې د اټکل وړ دي؟

د جنګ سناریو

د اسټرالیا دیکن پوهنتون کې څېړونکی عباس فراسو اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، د استانبول ناستې وروستي کول او په کې د طالبانو د نه ګډون اعلان، د دې ناستې پایلو په اړه هیلې یې کمزورې کړې دي: «اوس دا اخیستنه کیږي چې طالبان به په دې ساده ګۍ، په جدي توګه به د سولې خبرو اترو ته دننه نه شي. طالبان غواړي چې امریکایان په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي، چې له هغې وروسته په جنګ او دغه راز په مذاکراتو کې برلاسي و اوسي.»

د اسټرالیا دیکن پوهنتون کې څېړونکی عباس فراسو

ښاغلی فراسو وایي، د استانبول له ناستې هیله افغانستان کې د جنګ او تاوتریخوالی پای دی، خو واقعیت دا دی چې د افغانستان جګړه پېچلي سیمه ییز او کورني اړخونه لري او په یوې ناسته کې دا ټولې پېچلتیاوې نه یوې خوا ته کیږي. د هغه په وینا د ترکیې ناسته برخلیک ټاکونکې ده او که دا ناسته ناکامه شي، پای کې د افغان جګړې د دوام لامل کیږي: «که د استانبول ناسته ترسره نه شي، د سولې خبرو کې بندون رامنځته کیږي او د جګړې دوام لپاره لاره پرانیزي او که ناسته ترسره شي او پایله ور نه کړي، بیا به هم خواوې جګړې ته دوام ورکړي، څو له تاوتریخوالي د چنې وهلو وسیلې په توګه کار واخلي. پر دې بنسټ ټولیزه پایله افغانستان کې د جګړې دوام دی.»

څېړونکی او د پوهنتون استاد عمر شریفي اطلاعات روز سره خبرو کې پر دې باور دی چې که طالبان ان که د استانبول ناسته کې ګډون هم وکړي او پای کې د سولې پر تړون هم موافقه وکړي، بیا هم د سیمې او نړیوالې ټولنې په کچه، طالبانو سره د چلند ډول په اړه ګډ نظر نشته دی. د ښاغلي شریفي په اند هر څه د راتلونکو پېښو څرنګوالي پورې تړلي دي: «طالبان او پاکستانیان تراوسه هیله من دي، څو راتلونکو میاشتو او ان بل کال ته خپل تر نفوذ لاندې سیمې پراخې کړي او که شونې وي، ټول هېواد کې خپل نفوذ او واک پراخ او پياوړی کړي. هغه مهال چې د طالبانو – پاکستان احتمالي پرمختګ له جنګ یا سولې او یا له دواړو ودریږي، بیا کولی شو چې پر سولې فکر وکړو. پر دې اساس اوسمهال یوازینۍ مطرح موضوع نظامي ټاکنه ده.»

څېړونکی او د پوهنتون استاد عمر شریفي

د نظامي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان ملي ځواکونو ټوله هڅه دا ده چې د افغانستان راتلونکې لپاره یو ټاکلی چوکاټ رسم کړي، خو د ضدونو او په حکومت کې د ځینو وګړو له خوا د ترکیې ناستې یرغمل نیولو هڅو دوام پرمهال، به د جنګ سناریو نوره هم پراخه شي: «له شک پرته د بېلابېلو هېوادونو او په کوردننه ملي ځواکونو د ټولو هڅو سره، افغانستان به له سختې کورنۍ جګړې پر لور لاړ شي؛ یانې طالبان به خپله جګړه و نه دروي او خپل عملیات به سخت کړي، چې ښایي سوېلې سیمې تر شمالي او مرکزي هغو ژر د ملي ځواکونو له لاسه ووځي، چې دا وخت به نوې بڼه رامنځته کړي.»

د نظامي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني

ښاغلی کوهستاني وایي، د استانبول ناسته کې د سولي او د افغانستان سیاسي راتلونکي په اړه واحدې طرحې سره د افغان دولت ګډون، تراوسه نه لیدل کیږي؛ د ژر ټاکنو ترسره کول چې ولسمشر غني پرې ټینګار لري، نه یې طالبان مني او نه یې افغانستان کې دنني سیاسي ډلې. اوسنیو حالاتو کې لوی بندون، شته حاکمیت دی چې تر ډېره پر واحد جوړښت، د قومي ګټو پر بنسټ او د یوې وړې کړۍ له خوا رامنځته شوی، چې د ملي پخلاینې عالي شورا ته هم د منلو نه دی: «که د استانبول ناسته کې هم قومي لید سره چلند وشي، له شک پرته دا راتلونکې کې یو لوی بندون دی او د بهرنیو ځواکونو وتلو سره به افغانستان کې حالت کورنۍ جګړې خوا ته لاړ شي. هغه څه چې موږ له وړتیاوو پوهیږو، د افغانستان له ټولو لویو ښارونو د امنیتي ځواکونو د دفاع توان ډېر کم دی. پر دې بنسټ نوی حالت به رامنځته شي، چې په هغې وخت کې به ښایي د طالبانو پر وړاندې د مقاومت نوې حوزې رامنځته شي چې په هغې کې به افغان حکومت کوم رول و نه لري.»

د ډېرو له نظره، د استانبول ناسته د افغانستان جګړې او سولې برخه کې د یو فرصت په توګه په داسې مهال د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو د پام وړ ګرځېدلی، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له ادرسه د ګډون کوونکو لیکه په شدت سره ماته ده او د دې ناستې لرلید هم روښانه نه دی. له دې سره چې افغان امنیتي بنسټونه وایي، چې د طالبانو پر وړاندې د جنګ او د اوسني حالت خوندیتوب توان لري، خو له استانبول وروسته سناریوګانو په اړه اندېښنې، هغه هم په دې صورت کې چې دا ناسته بندون ته لاړه شي یا بې پایلې شي، جدي دي. د استانبول ناستې ماتېدو په اړه تر ټولو جدي اندېښنه، د کورنۍ جګړې پیل او د سیاسي نظام له منځه تلنه ده چې شونې ده افغانستان د جنګ او شخړې تازه پړاو ته دننه کړي.