اطلاعات روز: د پکتيا په احمد ابا ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه شوې، چې په کې پنځه کسانو ته مرګ – ژوبله اووښتې.
د پکتيا د امنيه قومنداني وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته وويل، دا پېښه پرون (دوشنبه، ۶ د غویي) مازديګر مهال د احمدابا ولسوالي په حسن کلي کې رامنځته شوې، چې له امله يې د مقابلو ډزو پرمهال د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او د بلې يې دوه کسان ټپيان دي.
نوموړی زياتوي، چې د پېښې ځای ته د امنيتي ځواکونو له ورتګ وروسته نښته پای ته رسېدلې او تورن کس يې نيولی دی.
پکتيا کې د ځمکې په سر ډېر وخت قومي ستونزې رامنځته کيږي، چې زياتره يې په مرګ – ژوبلې تمامې شوې دي.