غني

د غویي ۸مه، د جهاد بریا ۲۹مه کلیزه؛ «د جهاد تر بریا وروسته، سختو تجربو د بریا خوند تریخ کړ»

اطلاعات روز: نن (چهارشنبه، ۸ د غویي) د افغان جهاد د بریا ۲۹مه کلیزه ده. په همدې مناسبت ولسمشر محمداشرف غني وایي، افغانانو د جهاد له بریا وروسته داسې ترخې ورځې تجربه کړې، چې د بریا خوند یې تریخ کړ.

د ارګ پر فیسبوک د ولسمشر غني خپاره کړي پیغام کې وایي، افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین چانسونه لرل، خو د ده په وینا «غفلت» د دې لامل شو چې دا کار و نه شي.

ولسمشر غني وایي: «د افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې تجربه کړې چې د بریا خوند یې تریخ کړ. افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین فرصتونه وبایلل او دا غفلت د دې لامل شو چې افغانستان امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ شي او اوږده موده په بین‌المللي انزوا کې پاتې شي. »

ولسمشر غني د خپلو خبرو دوام کې ویلي، اوس چې هیواد یو ځل بیا په حساسو شرایطو کې دی، اړتیا ده چې له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې، د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیره کار واخیستل شي.

ښاغلی غني وایي: «دا چې په جهاد کې د خلکو د بریا راز د دوی یووالی او ملي وحدت و، نو د سولې په پروسه کې هم یوازې په یوه او واحد غږ، عادلانه او پایداره سولې ته رسېدلای شوو. »

ولسمشر غني په دوام کې وایي، هغه څه یې چې له معاصر تاریخه زده کړي دا دي چې هېڅوک نه شي کولی په زور او تاوتریخوالي او له استبدادي او غېرډیموکراتیکي لارو پر افغانانو ځانونه تحمیل کړي. هغه زیاته کړه، اوس یې وخت دی چې طالبان هم له دې تاریخي درسه په الهام سره، د هېواد راتلونکي ته فکر وکړي او جنګ، تاوتریخوالي او ویجاړیو پر ځای، په ملي او ډیموکراټیکي پروسو کې د ګډون له لارې خپلې سیاسي موخې وڅاري.

ولسمشر غني په دوام کې ويلي: «له نیکه مرغه اوس مهال له کلونو جګړې او تاوتریخوالي وروسته، افغانستان په نړیواله ټولنه کې راژوندی شوی او د افغانستان خلک د اسلامي جمهوریت نظام تر چتر لاندې، اساسي قانون او ډیموکراټیکي ارزښتونو ته په لېوالتیا، روښانه لار مخکې لري.»

په ورته مهال د افغانستان ملي پخلاینې عالي شورا هم د غویي اتمې جهاد بریا د ورځې په اړه یوې خپره کړې اعلامیه کې وایي، دغه بریا د افغانانو په قربانۍ لاس ته راغلې.

اعلامیه کاږي: «د ۱۳۷۱ ه ـ ل کال د ثور په اتمه نېټه د افغانانو قربانۍ او د خپلواکۍ غوښتلو مبارزې ثمر ته ورسېدې او د پخواني شوروي په لاس د جوړ شوي څو کاله حاکمیت ته د پایې ټکی کېښودل شو.

افغانان په تش لاس او سراسري قیام سره د مستبد، خپلسري او متجاوز پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې ودرېدل او په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه یې یوه نوې پاڼه واړوله.»

اعلامیه دغه راز وایي، د افغانستان د خلکو د جهاد بریا په سیمه او نړۍ کې د نویو تعاملاتو دروازه پرانېسته او د هېواد لپاره هیله بښونکې شوه.

اعلامیه وایي: «د پخواني شوروي اتحاد د پوځ او د هغوی په لاس د جوړ شوي رژیم پر وړاندې د افغانستان د مجاهدینو بریا په اسانۍ لاس ته نه ده راغلې؛ بلکې په دې لار کې له یو مېلیون زیات افغانان شهیدان، په زرګونه ټپیان او معلول شول، په مېلیونونه افغانان بې کوره او کډوال شول.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا دغه راز وایي، د جهار له بریا وروسته د «متجاوزو» هېوادونو پورې تړلو کړیو هڅه وکړه، چې افغانستان یوځل بیا په مستقیم ډول پردیو پورې وتړي، خو په وینا یې د هېواد مجاهدینو دغه کار ته پرېنښودل.