سړی

کابل کې یو تن خپل ورور وژلی

اطلاعات روز: د کابل پولیسو قومانداني وایي، د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ کې یو ورور خپل بل ورور په ډ‌زو وژلی دی.

د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، دغه پېښه پرون (سه شنبه، ۷ د غویي) ماښام شاوخوا ۰۶:۳۰ دقیقو کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي فردوس په وینا دغه پېښه د دوی ترمنځ د مغلوبه جنګ له امله وه او زیاتوي چې پولیسو وژونکی له خپلې وسلې سره یو ځای یې نیولی دی.

د کابل پولیسو قومانداني وایي، د روانې روژې میاشتې له پيل (۱۴۰۰/۱/۲۴) تر اوسه کابل ښار او ولسوالیو کې د مغلوبه جنګ له ۱۱۰ ډېرې پېښې پولیسو ثبت کړې دي.