توتان

ننګرهار کې د ځمکني توتانو د حاصلاتو ډېروالی؛ «که شنې خونې جوړې شي، د مارکېټ اړتیا تر ډېره پوره بوله»

خبریال: جان اغا صالح

د دې ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، اوسمهال ننګرهار کې د ځمکني توت کرکیله مخ په ډیریدو ده چې دا مهال یې په شپږو ولسوالیو کې کښت شوی دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې له څو کالونو راهيسې د دې ولايت په بیلابیلو سیمو کې په ازمايښتي ډول د ځمکني توتانو کرنه پيل شوې، چې ښه پايله یې ورکړي.

هغه وایې، سږ کال به د ځمکنیو توتانو ۱۵۰ ټنه حاصلات ولري چې تیر کال ته ۱۳سلنه زیاتوالی ښيي.

انعام الله ساپي زیاته کړه: «سږکال د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې لکه: خوږیاڼو، شیرزادو، کامې، سره رود، ګوشتې او کوز کونړ ولسوالیو کې ځمکني توتان دهقانانو کرلي چې حاصلاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، یانې سږکال به مونږ د ځمکني توتانو ۱۵۰ ټنه حاصل ولرو چې د تیر کال په پرتله دیارلس سلنه زیاتوالی ښېي او لا په هڅه کې یو چې دې برخه کې کار وکړو او لړۍ یې نورو ولسوالیو ته وغځوو.»

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپی وایي، سږ کال د توتانو حاصلات ۱۳ سلنه پورته شوي.

نوموړی وايي، د ننګرهار اقليم ځمکنيو توتانو لپاره ښه مساعد دی نو له همدې امله يې کروندګر له حاصل او مارکیټ څخه خوښ دي.

ښاغلي ساپي زیاته کړه په اوسط یو جریب ځمکه له ۱۲ تر دوه زره کیلو ګرامه حاصل ورکوي خو په محلي ډول تر ډیره د بازار تقاضا نشي پوره کولای.

انعام الله ساپی وایې، هڅې یې پیل کړي چې کروندګرو ته د اسانیتاوو په ورکړې، د ځمکني توت د حاصل کچه لوړه او شنې خونې جوړې کړي ترڅو څلور واړه فصله حاصل ولري.

 د کرنې رییس په وینا اوسمهال د ننګرهار په خوږیاڼو، شیرزادو، کامې، سره رود، ګوشتې او کوز کونړ ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي او هڅه کوي، سږ په مختلفو ولسوالیو کې په پنځه سوه جریبه ځمکه ځمکني توتان وکري.

سږ د ننګرهار په خوږیاڼو، شیرزادو، کامې، سره رود، ګوشتې او کوز کونړ ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي او مسوولین هڅه کوي، بېلابېلو ولسوالیو کې په پنځه سوه جریبه ځمکه ځمکني توتان وکري.

د ننګرهار کرنې رییس انعام الله ساپي زیاته کړه: «که څه هم اوسمهال ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کر ډير محدود دی او غوښتنه یې ډیره ده، نو کرنې او مالدارۍ ریاست په دې هڅه کې دی چې د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په پنځه سوه جریبه ځمکه ځمکني توتان وکړي، چې دې سره به د توتانو کښت هم عام شي او هم به خلک ورته پام وکړي.»

ګل رحمن له تیرو اوو کلونو راهیسې د ننګرهار د سره رود ولسولۍ اړوند فتح اباد سیمه کې په خپله درې جریبه ځمکه د ځمکنیو توتان کرکیله کوي.

هغه ځکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او وایې، کرکیله یې ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده.

ګل رحمن زیاته کړه: «ما د اول ځل لپاره فکر کوم سره رود ولسوالۍ ته له پاکستان څخه په بوجیو کې د ځکني توتانو دا تخم راوړل او دلته مې وکرل په اول کال یې حاصل کم وي خو بیا بل کال ته یې حاصل زیاتیږي، نو اوس ورځ تربلې یې حاصلات مخ په زیاتیدو دي خو که حکومت پام وکړي کولای شو دومره ځمکنی توت تولید کړو چې پاکستان او یا نورو هیوادونو ته هیڅ په دې برخه کې اړتیا پیدا نشي.»

د یادې سیمې یو بل دهقان نور شاه بیا له کرنې ریاست غوښتنه کوي، چې د بازار موندلو ترڅنک دې ځمکني توت د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې او همداراز دې د ځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو، بسته بندۍ او پلور په موخه ورته زمينې برابرې کړي.

هغه زیاتوي: «که چیرې مونږ سره حکومت او کرنې ریاست مرسته وکړي نو مونږ به تر ډیره ښه حاصلات ولرو، ځکه اوس مونږ د ځکني توتانو زیات حاصلات د وسایلو د نشتون له امله ضایع کیږي، که چیرې د بسته بندۍ او نورو برخو کې کرنې ریاست مرسته وکړي نو تر ډیره به شته ستونزې حل شي.»

بزګر وایي، که شنې خونې ورته جوړې شي، په دې برخه کې د مارکېټ اړتیا پوره بوله.

ځمکني توتان همدلته کروندو ته نیږدې بسته بندې کیږي څو بازار ته ولیږدول شي.

بزکر له حکومت د ځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو، بسته بندۍ او پلور په موخه د اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوي.

بزګر وایې، د حکومت له اړخه ورسره مرسته نه ده شوې خو که پام ورته وشي او کرونده ګرو ته شنې خونې جوړې شي نو د زیات حاصل په لرلو به تر ډیره د مارکیټ اړتیا پوره کړي.

«که چیرې مونږ ته حکومت شنې خونې او نورې هغه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي چې لازمه وي نو مونږ به وکولای شو دلته د بازار تقاضا پوره کړو او هم د بسته بندۍ پرمهال دزیاتو ضایعاتو مخنیوی وشي او هم به له نورو هیوادو د ځمکني توت د واردیدو مخه ونیول شي.»

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولين وايي، دا ولایت د ځمکني توتانو کرکېلي او پالنې لپاره مناسب اقلیم لري په دې وروستیو کلونو کې د خلکو ترمنځ ددې مېوې کرکېله او پالنه دود شوې ده.

او لا هڅه کوي راتلونکو فصلونو کې دغه کښت ته وده ورکړې، تر څو چې حاصل يې د ننګرهار سربيره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي.