کونړ

کونړ کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

اطلاعات روز: ختیځ کې امنیتي مسوولین وایي، کونړ کې د ملي اردو ځواکونو یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې وژلی دی.

ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې لوا وياند شاهدالله ساپي نن (پنجشنبه، ۹ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېر ماښام يو ځانمرګي بریدګر، چې غوښتل یې د دې ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید وکړي، موخې ته له رسېدو وړاندې یې وژلی دی.

هغه وایې، په دې چاودنه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

ساپي زیاته کړه: «تېر ماښام ناوخته یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د اسمار په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوسته برید وکړي، خو موخې ته له رسیدو وړاندې د ملي اردو ځواکونو له لوري وژل شوی دی.»

تراوسه د یادې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.