لغمان

لغمان کې تندر پرېوتو د یوې مېرمنې ژوند واخیست

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د تندر پریوتو له امله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (پنجشنبه، ۹ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېر مازیګر ناوخته د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند «بر کشمنډ» سیمه کې د تندر پریوتو له امله یوې مېرمنې خپل ژوند له لاس ورکړی دی.

د دولتزي د مالوماتو له مخې، د پرېوتي تندر د لوړ غږ او وېرې له امله د وژل شوې مېرمنې زړه چاودلی و. دولتزي زیاته کړه: «تېر مازیګر د لغمان قرغیو ولسوالۍ اړوند کشمند سیمه کې د باران پرمهال د تندر لویدو له امله چې لوړ غږ یې درلود د یوې میرمنې زړه چاودلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»