د لوګر لپاره خونړۍ شپه

د لوګر اوسېدونکو د روژه ماتي پیل د موټر بم په یوې درنې چاودنې وکړ.
هغه چاودنه چې له سلو څخه یې زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، د لوګر ولایتي چارواکي وايي، د تېرې شپې چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او له ۹۰ ډېر پکې ټپیان دي.
د لوګر والي وايي، برید هغه مهال رامنځته شو، چې د ازرې ولسوالي څخه د کانکورازموینې لپاره لسګونه راغلي زده کړیالان په روژه ماتي بوخت و.