کاینات
night stars galaxy mountains background wallpaper abstract

څه اړتیا لرو چې له ځمکې بهر څېړنې وکړو؟

لیکوال: رحمت الله محمد

مونږ په ډېرو پراخو کایناتو کې ژوند کوو، دا کاینات دومره پراخ دي چې زمونږ ځمکه په کې هیڅ ارزښت هم نه لري.

له ډېرې زیاتې مودې راهیسي یانې زرهاوو کلونو راپدېخوا مونږ د کائیناتو په اړه څېړنې کوو، د تاریخ په اوږدو کې مو د کائیناتو د جوړښت او پیدایښت په هکله بېلابېل نظریات هم ورکړي، که څه هم زیاتره نظریات یې غلط وو، خو له اوسنیو څېړنو سره یې زیاته مرسته کړې ده.

د کائیناتو په اړه څېړنې هغه وخت ډېرې ښې او دقیقې شوې کله چې په ۱۶۱۰م کال کې ایټالوي ساینسپوه ګالیلو ګالیلي تلسکوپ اختراع کړ او د هغه په مرسته یې زمونږ د لمریز نظام سیارې وکتلې.

دا پوښتنه چې ولې باید د کایناتو په اړه څېړنې وکړو ډېر زیات ځوابونه لري، چې د دې لیکنو په لړ کې به یې ځیني په لنډ ډول ولیکو:

۱. د کایناتو په اړه څېړنې مونږ د کایناتو په جوړښت او پیدایښت پوهوي

انسانان هوښیار ژوندي موجودات دي، د لمړنیو اړتیاوو له پوره کېدو وروسته به هر انسان له ځان یا له نورو دا پوښتنه کړي وي چې مونږ څنګه دلته راغلي یو؟ ولې راغلي یو؟ چېرته ځو؟ دا ځمکه، اسمان، ستوري… دا څه دي او څنګه پیدا شوي دي؟

انسانان له زرهاوو کلونو راهیسي همدغو پوښتنو پرېشانه کړي دي، او په ځواب پسې یې سرګردانه ګرځي، چې له زیاتو څېړنو وروسته بیا هم مونږ فکر کوو چې د دې پوښتنو ځوابونو ته ښايي یو څه نږدې شوي یو، خو لا هم زیات واټن پاتي دی.

مونږ اوس د کائیناتو د جوړښت په هکله هم په ډېر څه پوهېږو، چې زمونږ په زرګونه پوښتنې یې ځواب کړي دي.

مونږ ویلای شو چې ۱۳.۷ میلیارده کلونه وړاندې کائینات د یوې لویي چاودني په ترڅ کې منځته راغلو، شاوخوا ۴.۶ میلیارده کاله وړاندې زمونږ لمر جوړ شو او د لمریز نظام جوړښت پیل شو، ۴.۵ میلیارده کاله وړاندې ځمکه رامنځته شوه او د لمریز نظام نورې سیارې هم په همدغه موده کې جوړې شوې. دا سیارې د لمر د قوې تر اغېزې لاندې راغلې او له همغه تر اوسه د لمر په شاوخوا ګرځي.

د ساینسي څېړنو له برکته اوس مونږ د زیاتو پوښتنو لپاره مناسب ځوابونه لرو، او لا هم په دې لټه کې یو چې د نورو داسې پوښتنو لپاره مناسب ځوابونه پیدا کړو.

دوهم: د کایناتو په قوانینو ځان پوهول

یو بل هغه مهم لامل چې مونږ د کائیناتو په اړه څېړنو ته هڅو هغه د کائیناتو په قوانینو ځان پوهول دي. دلته یوه بله پوښتنه پیدا کېږي، دا چې مونږ څه اړتیا لرو د کائیناتو په قوانینو ځان پوه کړو؟ د کائیناتو په قوانینو ځان پوهول له مونږ سره مرسته کوي چې ځمکه او د هغې اتموسفیر په سم ډول وپېژنو او دلته په لسګونه ډوله نوي مواد کشف کړو مثلاً: د الوتکو الوتنه، فضایي راکټونه، ټیلیفوني شبکې، راډیويي څپې او… چې په وروستیو شاوخوا سلو کلونو کې یې زمونږ ژوند په مکمل ډول تغیر کړی دی.

مونږ به په دې وپوهوي چې څه ډول ځمکه د نورو سیارو په څېر پیدا شوې ده، د وخت په تېرېدو سره یې د تودوخې درجه او اتموسفیر کې تغیرات راغلي تر څو د ژوندیو موجوداتو لپاره اماده شوې ده، خو د اتموسفیر او تودوخې درجې دا حالت همداسې پاتي کېدونکی ندی، بېلابېل لاملونه شتون لري چې د دې دوو د تغیر لامل کېږي.

نو که د تودوخې درجه یا اتموسفیر کم تغیر هم وکړي، ښایي د ژوندیو موجوداتو د له منځه تلو لامل شي. یا د تاریخ په اوږدو کې اسماني کاڼي له ځمکې سره ټکر شوي دي، او هر څه یې تبا کړي دي، ایا د کوم بل داسې ټکر امکان نشته؟؟؟ د کائیناتو په اړه څېړنې کول به مونږ په دغو مواردو وپوهوي، او مونږ به له وړاندې لا ورته اماده ګي ونیسو.

د بېلګې په ډول ښايي راتلونکي نږدې کلونو کې مونږ دغسې وسایل هم لرو، چې که کومه اسماني ډبره له ځمکې سره ټکر ته نږدې کېږي، نو مونږ به یې له ټکر وړاندې له منځه یوسو او په ځمکه به د انسانانو تر څنګ د میلیونونو ډوله ژوندیو موجوداتو ژوند وژغورو یا هم که کوم وخت د ځمکې اتموسفیر یا د تودخې درجه تغیر کېدله، نو مونږ به یې له وړاندې وړاندوینه کولای شو او د مخنیوي هڅه به یې وکړو، یا به د انساني نسل د دوام لپاره بلې مناسبې سیارې ته کډه شو.

د دې ترڅنګ به انسانان د دې وړتیا هم ولري چې نور ګازونه اکسیجن ته تبدیل کړي او د خپل ژوند د دوام لپاره ترې ګټه واخلي، ښه بېلګه یې د ناسا تازه لاسته راوړنه ده، چې په مریخ کې یې د تازه لېږل شوي روبوټ په وسیله ډی اکسایډ کاربن په اکسیجن تبدیل کړ.

دا به هر وخت او هر ځای له انسانانو سره په ژوندي پاتي کېدو کې مرسته کوي. مشهور ساینسپوه سټیفن هاوکېنګ زیاتره د همدې ستونزو په هکله فکر کول، هغه به ویل چې انسانان باید د انساني نسل د دوام لپاره فکر وکړي، ځمکه به یوه ورځ زمونږ د ژوند لپاره مناسبه نه وي، نو مونږ باید پرېنږدو چې نسل مو له منځه لاړ شي.

دوام لري…