کونړ کې لاریون

د لوګر او هېواد وروستیو پېښو ته د ولس غبرګون؛ «سولې لپاره ټول شرایط برابر دي، نو جګړه د څه لپاره؟»

خبریالان: حبیب الله سراب او جان اغا صالح

لوګر، پکتیا، کونړ او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې یو شمېر خلکو د لوګر وروستۍ خونړۍ پېښې او د هېواد نورو ولایتونو پېښو ته چې ګن شمېر خلک یې ووژل او ټپيان کړل په غبرګون کې، د جنګ له ښکېلو اړخونو د روانې جګړې ژر درېدو غوښتنه وکړه.

د پکتیا ولایت لسګونه ځوانانو په لوګر کې د وړمې شپې موټر بم چاودنې او هیواد کې د وروستیو نا امنیو په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او دا کار یې د سولې پروسې د ګډوډولو پلان بللی دی. 

دوی چې نن (یکشنبه، ۱۲ د غویي) یې په مرکز ګردېز کې د خبري ناسته پر مهال په لوګر کې د شوې خونړي پېښې د غندنې او هیواد کې د نا امنیو په ډېرېدو خبري ناسته رابللې وه، اندېښنه یې څرګنده کړه، چې دا ډول پېښې چې تر اوسه یې مسوولیت هم چا نه دی منلی، د سولې خبرو پر وړاندې به ستونزې جوړې کړي. 

د ځوانانو ګروپ غړو په لوګر ولایت کې موټر بم چاودنه چې له امله یې ګڼو ملکي کسانو ته پکې مرګ، ژوبله واوښته، انساني جنایت وباله او غوښتنه یې وکړه، چې د جګړې پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وشي.  

د خبري ناستې ګډونوال او پکتیا کې د علماوو شورا مشر قاري جواجه الدین حقبیان وویل، چې د روژې په مبارکه میاشت کې پکار وه، چې وسله والو مخالفو ډلو له هر ډول بریدونو لاس اخیستی وای، خو دوی د دې برعکس پر ملکي خلکو موټر بم چاودنې وکړې. 

لوګر کې د دې ناستې ګډونوال وایي، په کار وه چې په روژه کې له هر ډول بریدونو لاس اخیستل شوی وی، خو برعکس پر ملکیانو موټر بام چاودنه وشوه.

نوموړي د لوګر پېښه خواشینونکې بولي او دا ډول کړنې له انساني، افغاني او اسلامي اصولو خلاف کار یادوي. 

قاري خواجه الدین حقبیان داسې وايي: «مونږ د لوګر په پېښه چې زمونږ ګڼو زده کوونکو ته پکې مرګ – ژوبله واوښته سخت خواشیني کړي و، په دې پېښه کې د هغو ځوانانو هیلې له خاورو سره خاورې شوې، چې د راتلونکي ژوند په اړه یې درلودې، دا برید که هر چا کړی وي، مونږ دې ته نه جهاد ویلی شو او نه هم برید کوونکو ته د انسان خطاب کولی شو.»

د ناستې یو بل برخوال ملک روحاني هم د لوګر او هیواد کې د ځینو نورو پېښو چې په جوماتونو کې د تراویحو پر مهال ترسره شول، له انساني او اسلامي کړنو لرې او ترسره کوونکي یې بې رحمه انسانان یاد کړل او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول پېښې باید نورې تکرار نشي.

هغه وویل: «ټول ولس د لوګر او ځینو نورو لکه په ننګرهار کې چې په تراویحو ولاړو کسانو بریدونه وشول، بیخي حیران کړي یو، چې دا کار به له سره انسانان نکوي، که یو څو یوه اندازه رحم هم په ځان کې ولري، نو ولاکه دا کار وکړي، په لوګر کې زمونږ ۲۴ ځوانان شهیدان شول، دوی هیڅ ګناه نه درلوده، زما په ټول ولس دا غږ دی، چې نور چپ پاتې نشي.»

د ناستې یو بل برخوال ملک روحاني د لوګر او هیواد کې نورې پېښې د اسلام او انساني ارزښتونو خلاف بولي او غوښتنه کوي چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي.

په همدې حال کې نن په لوګر ولایت کې هم ګڼو ځوانانو د «مونږ مو ولې ووژلو» تر نوم لاندې د اعتراض په ډول د پرلت خېمه وهلې وه او له امنیتي ارګانونو یې غوښتنه وکړه، چې په پېښه کې ښکېل کسان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د دې اعتراض یو تن ګډونوال احمدشاه وايي، که هر ډول برید ترسره کیږي، مسول یې وسله وال طالبان دي، ځکه هغوی په هیواد کې جګړې ته لاره برابره کړې ده. 

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «دلته زمونږ په ولایت کې ګڼ خلک شهیدان شول، ګڼې مېندې بورې شوې، که اوس طالبان وايي، چې دا کار مونږ ندی کړی، خو بل چاته هم تاسې لاره برابره کړې ده او بریدونه کوي.»

محمدالدین د دې اعتراضیه غونډې یو بل ګډونوال دی، هغه بیا په امنیتي ادارو نیوکه کوي، چې د دا ډول لویو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. 

نوموړي وویل: «مونږ دا منو، چې دا کار به د دولت مخالفو وسله والو کسانو کړی وي، خو دولت دومره بېغوره ده، چې ولې یې د همدې برید مخه ونه نیوله، استخبارات د څه لپاره دي.»

د لوګر موټر بم برید ګڼ مالي او ځاني زیانونه واړول.

په ورته مهال بیا د پکتیا اوسېدونکي له وسله والو طالبانو د کوچني اختر لپاره د اوربند ترڅنګ، وغوښتل چې د سولې لپاره راغلی فرصت باید د سیاسي هوکړې له لارې مخ ته یوړل شي. 

مدني فعال سیدجمالدنی اصف خېل په دې اړه داسې وویل: «مونږ د سولې لپاره دا ښه فرصت بولو، وسله والو طالبانو ته پکار ده، چې له همدې سیاسي فرصت څخه ګټه پورته کړي، نو دوی باید لومړی د راتلونکي کوچني اختر لپاره اوربند وکړي او بیا دې د سولې خبرې په ښه ډول پیل کړي.»

اخوا کونړ ولایت کې ګڼ شمیر خلکو د یو لاریون پرمهال په هیواد کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل.

 د کونړ په مرکز اسداباد کې نن (یکشنبه، ۱۲ د غویي) ګڼ شمیر خلکو د یوه لاریون پر مهال لوګر او د هیواد په نورو سیمو کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل، چې ګڼ شمیر بې ګناه خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په دغه لاریون کې د ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سربیره ګڼ شمیر هغو معلولینو هم ګډون کړی و چې په هیواد کې د روانې جګړې له امله یې دبدن خواږه غړي له لاسه ورکړي.

کونړ ولایت کې ګڼ شمیر خلکو د یو لاریون پرمهال په هیواد کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل.

په پښه معلول او د لاریون ګډونوال شاه ولي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د هیواد په بیلابیلو سیمو او په ځانګړي ډول د تیرې جمعې ورځې په ماښام لوګر کې پر ملکي وګړو موټر بم برید د اسلام او انسانیت د دښمنانو کړنه یاده کړه.

شاه ولي زیات کړه: «مونږ په هیواد کې په دې ورستیو کې ترسره شوي بریدونه غندو او په خاص ډول څو ورځې وړاندې په لوګر کې چې زیات شمیر بې ګناه خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته؛ که هر څوک ترهګریز بریدونه کوي هغه وسله وال طالبان دي، داعش دی او که نورې ډلې دي مونږ یې د داشان کړونو غندنه کوو او غوښتنه ورڅخه کوو، چې نور دې د بې ګناه خلکو له وژلو لاس واخلي او اوربند دې وکړي.»

 لاریونوالو په وسله الو طالبانو غږ وکړ چې افغان وژنه ودروي او د تلپاتې سولې په موخه دې د روغې جوړې مخامخ خبرې بیا پیل کړي او دواړه لوري دې ژر تر ژره پر یوه دایمي اوربند او سرتاسري سولې سلا وکړي.

د لاریون ګډونوال مولوي ضیاالرحمان الله یار اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې درېدلې خبرې دې ژر تر ژره پیل کړي.

نوموړی په هیواد کې پیل شوې جګړه د نور په لمسون بولي او له ښکیلو خواوو یې وغوښتل چې د نور ګټو لپاره دې خپل ځانونه نه قرباني کوي.

په دې لاریون کې د نورو ترڅنګ د روانې جګړې له امله معلول شويو ګډونوالو له ښکېلو اړخونو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

دیني عالم پر افغان حکومت او وسله والو طالبان غږ وکړ چې د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصت دې دواړه خواوې ګټه واخلي تر څو روانه جګړه پای ومومي.

مولوي ضیاالرحمن زیاته کړه: «هیواد کې چې کومه جګړه پیل شوې دا ټوله د بهرنیانو خپلې معاملې دي او تلفات په کې زمونږ افغانان ورکوي، دا جګړه د نورو ده او پر مونږ تپل شوې نو له ښکیلو خواوو غوښتنه کوو چې نوره دې جګړه نه کوي او سوله دې وکړي ځکه اوس د سولې لپاره ټول شرایط برابر دي، نو جګړه د څه لپاره؟»

د لاریون یو بل ګډونوال صفت الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په افغان خاوره کې روانه جګړه هیڅ دیني توجیه نه لري او هغوی چې د جګړې دوام غواړي د پردیو استخباراتي موخو لپاره یې د بې ګناه افغانانو وژنې او ویني تویونې ته مټې رابډ وهلي دي.

صفت الله زیاتوي:«دلته هیڅوک هم د وژل نه دی، ځکه ټول یو افغانان یو مسلمانان یو او ټول سره بیا ورورنه یو، نو بیا جګړه د څه لپاره کوي، دلته په هیواد کې روانه جګړه د نورو ګاونډیو اونړیوالو استخباراتي دول له لوري پیل شوې چې قربانیان یې یوازې ملکي وګري او بې ګناه خلک دي له ښکیلو خواوو څخه غواړو چې د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصت دې ګټه واخلي.»

کونړ کې دا لاریون داسې مهال ترسره کیږي، چې د تیرې جمعې په ماښام د لوګر په مرکز پل عالم کې یو موټر بم چاودنې له سلو ډیرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړله چې ډیری یې د کانکور ازموینې ګډونوال وو.

د دې برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی. دا برید چې په کور دننه او بهر سخت وغندل شو، په کې ښکېل کسان یې د هیواد او سولې دښمنان بللي دي.