دفاع وزارت

یو نیم کال انتظار؛ ولې د پوځ ۳ زره روغتیاپالانو امتیازي معاشونه نه ورکول کیږي؟

خبریال: عصمت سروش

ژباړن: بهادرخان رحماني

شاوخوا یو نیم کال کیږي چې د افغانستان ملي دفاع وزارت د شاوخوا درې زره روغتیایي کارمنانو امتیازي معاش نه دی ورکړل شوی. د پوځ ځینې روغتیاپالان اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، د ملي دفاع وزارت چارواکي هره میاشت ژمنه کوي، چې دا ستونزه به ژر حل او د هغوی امتیازي معاشونه به ورکړل شي، خو له شاوخوا یو نیم کال وروسته څرګنده نه ده چې د هغوی معاشونه ورکول کیږي یا نه.

د دې روغتیاپالانو په وینا، شکایتونه یې او د دفاع وزارت چارواکو او اړونده بنسټونو ته یې ورتګ کومه پایله نه ده ورکړې او هر وره ته چې ورغلي، غږ یې نه دی اورېدل شوی. خو دفاع وزارت وایي، د امتیازي معاشونو نه ورکړې ستونزه یې افغانستان کې د امنیتي لېږد ګډې قوماندانۍ یا «سیسټیکا» سره شریکه کړې او دا وزارت هیله من دی چې سیسټیکا به د دې روغتیاپالانو معاش ورکړه کې هوکړه وکړي.

دغو روغتیاپالان له یو کال بې پایلو منډو ترړو وروسته، بالاخره ټولنیزو رسنیو ته مخه کړې، څو د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو د پوسټونو لاندې د نظر په ورکولو سره یې غږ واورېدل شي او ستونزه یې حل شي، خو دې لارې هم لا کومه پایله نه ده ورکړې. «ملت ته د دولت حساب ورکړې» برنامې پروسه کې، کله چې ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۹ کال د کب په پنځمه خپله یوه کلنه کارکړنه وړاندې کوله او د دې وزارت چارواکو له هغې ډلې د پرسونل او تعلیماتو مخکینۍ مرستیالې منیرې یوسف زاده پر خپلې فیسبوکپاڼې راپور خپور کړ، څو نظامي روغتیاپالانو د دې چارواکو د فیسبوک تر پوسټ لاندې د خپل امتیازي معاش نه ورکړې ستونزه مطرح کړه.

د دفاع وزارت د پرسونل او تعلیماتو مخکینۍ مرستیالې منیرې یوسف زاده پر پوسټ د ځینو روغتیاپالانو نظرونه

ډاکټر فضل الرحمن چې هلمند ولایت کې د پوځ ځواکونو ته روغتیایي مرستې وړاندې کوي، د یوسف زاده تر پوسټ لاندې یې ولیکل: «تقریبآ له یو کال ډېر کیږي چې د روغتیایي پرسونل هڅوونکي یا تشویقي معاشونه بند دي. شمېر یې له ۳ زرو تنو ډېر دی. هر وره ته مو چې شکایت کړی دی، غږ مو چا وا نه ورېد او پایله یې ور نه کړه.»

اوس هغوی غواړي چې د رسنیو له لارې خپل غږ د مسوولینو تر غوږونو ورسوي، څو خپل حق ته ورسیږي. اطلاعات روز ورځپاڼې له دې ډلې څلورو روغتیاپالانو سره چې بېلابېلو ولایتونو او قول اردوګانو کې ځواکونو ته روغتیایي چوپړونه وړاندې کوي، خبرې کړې دي.

له دې ډلې یو روغتیاپال چې ننګرهار ولایت کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو روغتون کې دنده کوي او نه غواړي چې نوم یې راپور کې راشي وایي، چې د دې ستونزې حل لپاره بېلابېلو بنسټونو او چارواکو ته یې مراجعه کړې، خو تراوسه یې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې: «قول اردو، ولسمشرۍ ماڼۍ او د دفاع وزارت روغتیا ریاست ته ورغلو. هغوی وایي، چې ستونزه مو حلیږي. خو جوته نه ده چې کله حلیږي.»

د دې موضوع لپاره اعتراض او ټولیزه څارنه یې هم دې ډاکټرانو ته تقریبآ ناشونې ده، ځکه چې هغوی ولایتونو، قول اردوګانو او بېلابېلو قطعاتو کې دندې مخته وړي، له دې اړخه نه شي کولی چې کابل کې راټول او اعتراض وکړي.

دې روغتیاپال چې اووه کاله یې کابل پوهنتون کې د نظامي معالجوي طب زده کړې کړي او یو نیم کال کیږي چې د سیلاب قول اردو د پوځ ځواکونو درملنه کوي، دې موضوع ته په نغوته په ناهیلي انداز وایي، د غوڅ ملاتړ سیسټیکا پرېکنده ځواب ورکړی چې د هغو روغتیاپالانو امتیازي معاشونه چې د ملي دفاع وزارت په ۸۵ کوډ کې پر بست ګمارل شوي، دوی یې نه ورکوي: «دا چې د افغانستان حکومت مو معاش راکوي یا نه، مالومه نه ده.»

ډاکټر اسدالله (مستعار نوم) چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو اړوند د فاریاب لومړۍ لوا کې دنده کوي، اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، ۱۶ میاشتې کیږي چې د دې قول اردو د لسګونه ډاکټرانو او نرسانو امتیازي معاشونه، چې په سختو جنګي حالاتو کې د پوځ ځواکونو ته روغتیایي چوپړونه وړاندې کوي، نه دي ورکړل شوي. اسدالله زیاتوي چې د پوځ د روغتیایي کارمنانو شمېر چې شاوخوا یو نیم کال کیږي امتیازي معاشونه یې نه دي ورکړل شوي، له درې زره تنو اوړي.

هغه وایي، چې د امتیازي معاش نه ورکړې له امله، د نوموړي ژوند سخت شوی او نه شي کولی چې له معاش پرته ژوند مخته یوسي: «د کرونا خپرېدل یو خوا ته او د توکو لوړه بیه بله خوا او له هر اړخه موږ له سختو شرایطو تېرېږو.»

د ۲۰۷ ظفر قول اردو روغتیاپال پیکا وایي، ۱۷ میاشتې کیږي چې خپل امتیازي معاش یې نه دی ترلاسه کړی: «د امتیازي معاش نه راکړې مو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی، ځکه چې خپله خرچه مو له معاش سره عیاره کړې وه.»

د هر MD روغتیاپال امتیازي معاش شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ، د روغتیاپال مرستیال معاش شاوخوا ۱۶ زره افغانۍ او د «میډیک» بیا شاوخوا ۹ زره افغانۍ دی.

ستونزه څه ده؟

د پوځ ځواکونو د روغتیایي کارمنانو او ملکي کارمنانو امتیازي معاشونه د بهرنیو ځواکونو له خوا او افغانستان کې د امنیتي لېږد ګډې قوماندانۍ یا «سیسټیکا» له لارې له بېلابېلو لارو ورکول کیږي. ملي دفاع وزارت په تېرو کلونو کې د پوځ ځواکونو څو زره روغتیایي کارمنان له خپل کوډ پرته په ځینو کوډونو له هغې ډلې ۸۵ کوډ چې ځانګړی اداري کوډ دی، تعین کړل. د غوڅ ملاتړ سیسټیکا په ۱۳۹۷ کال کې دفاع وزارت ته یو نیم کال وخت ورکړ چې د کوډون ستونزه حل کړي. خو دفاع وزارت پر دې سربېره چې یو نیم کال کې یې دا ستونزه یوې خوا ته نه کړه، تر اوسه یې هم دې ستونزې ته رسېدنه نه ده کړې.

د دفاع وزارت روغتیا قوماندانۍ یو مکتوب ښیي چې له درې زره د ډېرو روغتیایي کارمنانو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د پوځ نظامي روغتیاپالانو په وینا، سیسټیکا شاوخوا یو نیم کال وړاندې او له هغې وروسته چې دفاع وزارت دغه ستونزه حل نه کړه، دغه وزارت ته یې وویل، چې د هغو روغتیایي کارمنانو ځانګړي امتیازي معاشونه چې خپلو کوډونو کې ګمارل شوي نه دي، نه ورکوي. سیسټیکا ویلي، چې دفاع وزارت باید دا ستونزه حل کړې وی، چې نه یې ده حل کړې، پر دې بنسټ هغوی د روغتیایي کوډونو ځانګړي امتیازي معاشونه، هغو روغتیاپالانو ته چې د ۸۵ کود له لارې ګمارل شوي دي، نه ورکوي.

له بلې خوا دغه ډاکټران وایي، چې ستونزه یوازې په ۸۵ کوډ کې نه ده، بلکې بېلابېلو کوډونه له دغې ستونزې سره مخ دي او دفاع وزارت د دې ستونزې حل لپاره هېڅ ګام نه اخلي. د هغوی په وینا، یو MD ډاکټر د مرستیال ډاکټر کوډ کې او یو نرس له هغه په لاندې کوډ کې ګمارل شوی دی. په ټوله کې ۱۵ سوه کسان په ۸۵ کوډ کې شاوخوا ۱۵ سوه تنه نور له خپلو کوډونو پرته نورو کوډونو کې ګمارل شوي دي.

په دې مکتوب کې د دفاع وزارت مالي او بودجوي ریاست د دې وزارت د روغتیایي کارمنانو امتیازي معاشونو نه ورکړې موضوع اړوند لیکل شوی.

له څه مودې رادېخوا د دفاع وزارت ټولو کارمنانو معاشونه د «اپس» سېستم له لارې ورکول کیږي. د دفاع وزارت دوه مکتوبونه چې اطلاعات روز ته رسېدلي، ښیي چې کوډونو کې د تخنیکي ستونزې له  امله او سیستم کې د ۸۵ کوډ نه ورزیاتېدو، د دې وزارت له درې زره د ډېرو روغتیایي کارمنانو معاشونه د سیستم له لارې نه دي ورکړل شوي.

خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، چې دغه وزارت کوډونه اصلاح او نوملړونه یې برابر او سیسټیکا واک کې یې ورکړي دي. ښاغلی امان زیاتوي، چې د دفاع وزارت د ډېری روغتیایي کارمنانو د امتیازي معاش نه ورکړې ستونزه حل شوې او د کمو هغو چې پاتي، دفاع وزارت ډاډه دی چې سیسټیکا به د هغوی معاش پر ورکړې هم هوکړه وکړي.

خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، چې دغه وزارت کوډونه اصلاح او نوملړونه یې برابر او سیسټیکا واک کې یې ورکړي دي./ انځور: د فواد امان له فیسبوکه

د امان په وینا، د امتیازي معاشونو نه ورکړې مساله، یوازې د ملي دفاع وزارت د روغتیایي کارمنانو ستونزه نه ده، بلکې د دې وزارت پاتې ملکي کارمنانو امتیازي معاشونه چې هم د سیسټیکا له لوري ورکول کیږي، له دې ستونزې سره مخ دي: «موضوع له سیسټیکا سره شریکه شوې او دفاع وزارت هیله من دی چې دا ستونزه حل شي. د دې ستونزې حل سیسټیکا پورې اړوند ده او دا چې کله هغوی په دې اړه ناسته او څه پرېکړه کوي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پیل او په دې هېواد کې د دې ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت پای ته په کتو، جوته نه ده چې د افغانستان ملي دفاع وزارت د روغتیایي کارمنانو د تېر یو نیم کال امتیازي معاشونه ورکول کیږي یا نه.