علیشنګ

لغمان کې دوو ورونو خپل بل ورور وژلی

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت علیشنګ ولسوالي کې د کورني تاوتریخوالي له امله دوو ورونو خپل بل ورور وژلی  دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (سه شنبه، ۱۳ د غويي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره ورځ ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ په «ګلوټې» سیمه کې دوو ورونو خپل دریم ورور د کورني تاوتریخوالي له امله په وهلو او ډبولو وژلی دی.

ښاغلی دولتزی وایي، هڅې روانې دي چې په دې اړه لا زیات مالومات ترلاسه او عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.‎

دولتزي زیاته کړه: «تېره ورځ ناوخته د لغمان علیشنګ ولسوالۍ په ګلوټي سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله دوو ورونو خپل یو بل ورور په وهلو ډبلو وژلی دی او عاملین یې تښتیدلي دي، هڅه کوو چې عاملین یې ونیسو.»

دا لومړۍ پېښه نه ده چې په دې ولایت کې رامنځته کیږي له دې وړاندې هم په لغمان او ګڼ شمیر نورو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.