اوبه

د اوبو ډیپلوماسۍ کې د ښځو ونډه

لیکوال: برکت الله اریوبي

ښځې د اوبو په ډیپلوماسۍ کې مهمه ونډه لري، لیکن د دوی ګډون تل له ځينو خنډونو او موانعو سره مخ وي. د ښځو ګډون که د سولې په پروسه کې وي، د منازعاتو مخنیوي او یا حل په برخه کې، لیکن د سولې تامین او تلپاتې کېدو په پار د دوی ګډون خورا اړین دی.

په نړیواله کچه د ښځو  ګډون په موخه ډېرې ستراتېژۍ او اسناد شتون لري، چې د دوی ګډون بیلابیلو پروسو کې یقیني کړي. یوه څېړنه ښیې چي د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ ښځو د سولې منځګړیتوب کې ۲ سلنه د شاهدانو په توګه ۵ سلنه او ۸ سلنه د مذاکره کوونکو په توګه ګډون کړی دی.

که چیرې خبره د پوله تېریدونکو اوبو منازعاتو کې مطرح کیږي بیا نو د ښځو ګډون دوه چنده ستونزو او موانعو سره مخ کیږي دا ځکه چې دواړه پروسې هم د سولې را منځ ته کېدل او هم د اوبو حکومتولۍهغه برخې دي چې نران پکې تسلط لري، په بل عبارت نرواکي پکې مسلطه ده.

څيړنې ښیي په هغو سوله جوړوونکو پروسو کې چې ښځې دخیلې وي ۳۵ سلنه ډېرې تلپاتې وي او سوچه د نرانو دخالت پرتله ۱۵ کاله ډیر دوام کوي او په تیرو ۱۵ کلونو کې هغو پروسو ډير دوام کړی او تلپایه دي چي ښځي پکې دخیلې دي.

همدا راز که چېرې ښځې د سولې پروسه کې معناداره ونډه‌ ولري هغه توافقنامې به ضرور لا ډېرې عادلانه او منصفانه وي او پایله کې هر هغه ټولنه چې پکې د جنسیت برابري ډېره وي د اوبو پر سر منازعات پکې کم تر سترګو کیږي.

که چېرې ښځې د اوبو منازعاتو حل او فصل په موخه په بیلابیلو میکانیزمونو کې ګډون ولري دا چاره  به مرسته وکړي، چې د اوبو منازعې په جامع او تلپاتې توګه حل شي همدا راز د ښځو ګډون به د دې سبب شي چې د اقلیتي ګروپونو اشتراک یقیني شي. سربیره پر دي که چېرې ښځې د فرامرزي (پوله تیریدونکو) اوبو منازعاتو برخه کې معناداره ونډه ولري، پایله به یې دا وي چې اړوند سیندېزو حوزو ستونزې په جامع او هراړخیزه توګه حل شي او یو عادلانه او منصفانه حل لار راووځي.
اوس پوښتنه دا ده چې د فرامرزي (پوله تیریدونکو) اوبو اړوند منازعاتو حل او  په لويه کې د اوبو دیپلماسۍ کې ګډون په پار د ښځو پر وړاندې کومې ستونزې او ننګونې شتون لري؟ 

که څه هم دا ستونزې د هرې ټولنې ځانګړتیاوو او سیندیزو پرتو حوزو په تړاو توپیر لري، لیکن په نړېواله کچه ځینې ګډې ستونزې شته چي کابو په هره ټولنه کې شتون لري.

ځينې ستونزې په کلتوري عقایدو او نورمونو کې رېښه لري، چې له مخې یې د ښځو ګډون ته اجازه نه ورکول کیږي چې د سولې او اوبو حکومتولۍ تصمیم نیونې برخو کې ګډون ولري.

همدا راز د ښځو پر وړاندې تبعیض هم یو له خنډونو دی چې د دوی ګډون پر وړاندې شتون لري. په دي اساس ښځي معمولا نه تشویقیږي چي په ځینو ځانګړو برخو لکه انجنیرۍ، ساینس، ریاضي، اوبو او داسې نورو برخو کې زده کړې وکړي. بل مهم خنډ چې د ښځو ونډې پر وړاندې شتون لري په ساختاري او حقوقي نهادونو کې د شته وو خلاوو زیږنده دی. د مثال په توګه کچیري د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند رامنځته کیږي، داسي میکانیزم او حل لار شتون نه لري او یا ورته د ښځو لاسرسۍ ستونزمن وي چي له مخي یې وکولای شي اړوندې مرجع ته شکایت وکړي او یا که شکایت کوي، خبره یې پر میز نه کښینې او د هغه شخص پر ضد ګام نه پورته کیږي چي د ښځو پر وړاندې تبعیض کوي. سرغړوونکی کولای شي په آسانۍ د قانون څخه تېښته وکړي او د خپلې کړنې توجیهاتو په لټه کې وي.

همداراز که چیري د جنسیت پر اساس د ډیټا او معلوماتو جلاوالی (بېلوالی) رامنځته نه شي، دا چاره په خپله د دي سبب کیږي چي د ښځو ګډون محدود شي، ځکه هر ډول معلومات، آمار او ارقام باید په یوه ځانګړې برخه لکه سواد، عاید او … برخو کې د جنسیت پر اساس په دوه برخو نارېنه او ښځېنه ووېشل شي. دا چاره د دي سبب کیږي چي د ښځو له لوري معلوماتو ته لاسرسۍ یقیني شي او په پای کې په برابره توګه د نرانو سره سم علم او پوهه ترلاسه کړي چي په پایله کې به ښځې ځواکمنې کړي ترڅو د نویو او معاصرو معلوماتو، ارقامو پرمټ د نرانو سره په بیلابیلو برخو کې رقابت وکړي.

د دي لپاره چي په بیلابیلو پروسو په ځانګړې توګه اوبو حکومتولۍ او اوبو دیپلماسۍ کې د ښځو ونډه یقیني او معناداره شي، اړېنه ده چي د ټولنې په حقوقي او ساختاري چوکاټ کې شته خلاوې رفع شي، د زده کړو په برخه کې ریفورم (اصلاحات) رامنځته شي هغه که د ابتدایه، منځنۍ او یا لوړه کچه وي. په بل عبارت د ښځو ګډون یقیني کولو په موخه اړېنه ده چي هم د معارف او هم د لوړو زده کړو په کچه اصلاحات رامنځته شي، ښځي تشویق شي چي په هره برخه کې زده کړې وکړي او هغه خنډونه لیرې شي له مخي یې دوی و ځانګړې رشتې او یا برخې کې له زده کړو کولو څخه محرومیږي. همداراز اړتیا ده چي د نرانو قهرمانۍ اصطلاح په برخه کې تغییر راشي، ځکه چي د جندر مساواتو موضوع یوازې په ښځو پوري اړه نه لري.

په ورته وخت کې مهمه ده چي د کارځای پالیسي د جندر پر مساواتو ولاړه وي او هڅه وشي چي هر ډول تبعیض او ناروا چلند په ځانګړې توګه د جنسیت پر اساس، له منځه ولاړ شي. سربیره پر دي باید ووایو چي اړتیا ده، په دي برخه کې لا ډير تحقیقات او څېړنې ترسره شي تر څو هغه موانع، خنډونه او ستونزې چي د اوبو حکومتولۍ او په ټوله کې د ښځو معناداره ونډې پر وړاندې پرتې دي وپیژندل شي او د له منځه وړلو لپاره یې حل لارې وړاندې شي. په ورته وخت کې مونږ اړتیا لرو چي د جنسیت پر اساس د معلوماتو جلاوالی رامنځته کړو، له بل اړخه ضرور ده چي د ښځو ظرفیت لوړونې برخې ته ځانګړۍ پام وشي په ځانګړې توګه د سولې تآمین، د اوبو منابعو مدیریت او د اوبو دیپلماسۍ او منازعاتو حل په برخه کې دښځو ظرفیت جوړونې ته جدي پام وشي.

که چیري مونږ په بیلابیلو سیندیزو حوزو کې د پولو دننه او بهر د ښځو شبکې رامنځته کړو، دا چاره به له یوې خوا په اړوند سیندېزې حوزې کې منازعات راکم شي او له بل لوري به د ښځو ونډه یقیني شي. د پورتنې شبکې یوه نمونه د نیل سیند اړوند هېوادونو په کچه د ښځو شبکې رامنځته کول دي چي د Global water partnership نهاد له لوري جوړه شوې او له ۲۰۱۷ کال راهیسې فعالیت کوي.

د دي شبکې رامنځته کېدا موخه داده چي د نیل سیند غاړو هېوادونو ترمنځ اوبو اړوند تصمیم نېوونکو ښځو ترمنځ د عمل ټولنه رامنځته شي، له بل لوري د اوبو مذاکراتو، اوبو حقوقو، اوبو منازعاتو حل او بیلابیلو برخو کې د دي شبکې غړو ظرفیت لوړونه وشي. سربیره پر دي بله موخه یې دا ده، چي ښځي وکولای شي د نیل سیند اوبو منابعو مدیریت په برخه کې خپل غږ پورته کړي او په پای کې د پوله تیریدونکو ټولنو په چوکاټ کې د ښځو ترمنځ اړېکې رامنځته او پراخې شي. دا چاره به له دې سره مرسته وکړي چي د پوله تیریدونکو (فرامرزي) اوبو منابعو مدیریت په برخه کې اندېښنې او ستونزې راکمي شي.