امنیتي پوسته

د سوېل ختیځ زون اوسېدونکي: که د سولې خبرې پایله ور نه کړي، جګړه به لا زوروره شي

خبریال: حبیب الله سراب

د سوېل ختیځ زون اوسېدونکي د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د سولې خبرو کې د خنډ او ځنډ له امله اندېښنه ښیي، چې په روانه مې میاشت کې به د سویل ختیځ زون ځینې ولسوالي تر سختو امنیتي ګواښونو لاندې وي.

پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر د سویل ختیځ زون هغه ولایتونه دي، چې د ځینو ولسوالیو او سیمو د امنیت خوندیتوب په اړه یې خلک اندېښمن دي او د دوی په نظر چې په روانه مې میاشت کې به پکې د وسله والو طالبانو فعالیتونه او د هغوی بریدونه زور واخلي، خو د یادو ولایتونو امنیتي چارواکي او سرتیري ډاډ ورکوي، چې د تل په څېر به د دې سیمو او ولسوالیو امنیت ساتنې لپاره پوره هڅه کوي.

پکتیا د سویل ختیځ زون مرکز دی، دا ولایت ۱۴ ولسوالي لري، که څه هم په دې ولایت کې ټولو ولسوالیو ته غځېدلې لویې لارې د خلکو او امنیتي ځواکونو د تګ او راتګ په مخ خلاصې دي او کومه ولسوالي د وسله والو طالبانو تر واک لاندې نشته، خو زرمت، روحاني بابا، احمدخېل او د ځاځي اریوب زیاته ساحه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده او هلته پکې د یادې ډلې فعالیتونه تر سترګو کیږي.

پکتیا

د پکتیا اوسیدونکي وايي، د هوا له ګرمېدو سره هم مهاله د دې ولسوالیو سربېره د مرکز اړوند په ځینو سیمو کې جګړو زور اخیستی او وخت ناوخت د دولت مخالفې وسله والې ډلې د افغان ځواکونو په امنیتي پوستو بریدونه کوي، د دوی په خبره که د سولې خبرې ګړندی نشوې، په روانه مې میاشت کې به دا بریدونه لا زور واخلي او د لسګونه انسانو ژوند به پکې له منځه ولاړ شي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی لایق وحدت وايي، د وسله والو طالبانو د بریدونو شدت له امله د هغوی د جګړې لمن د ښار تر څنډو را رسېدلې او د نوموړي په فکر که یې امنیتي ادارې پر وخت مخه ونه نیسي، مې میاشت به د پکتیاوالو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت و اوسي، هغه زیاتوي، چې په تېره میاشت کې د هدفي او چریکي بریدونو له امله تر ۳۰ ډېرو امنیتي او ملکي کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

لایق وحدت: «تاسو ته بهتره معلومه ده، چې په ټول هیواد کې جګړې زور اخیستی، خو پکتیا بیا د روانې جګړې تر ټولو زیاته قرباني ورکوي، دوامداره بریدونه د طالبانو له لوري او همدارنګه هدفي بریدونه دا هغه څه دي، چې تېره کال دومره زیات نه و، زمونږ اندېښنه دا ده، که امنیتي چارواکي پر وخت اقدام ونکړي، نو په روانه مې میاشت کې به دا بریدونه نور هم زیات شي.»

د مرکز ګردېز اوسېدونکی لایق وحدت وايي، د وسله والو طالبانو د بریدونو شدت له امله د هغوی د جګړې لمن د ښار تر څنډو را رسېدلې.

نوموړی وايي، خلک تمه لري، چې له روژې وروسته که د سولې خبرې ګرمې شوې، نو په روان تاوتریخوالي کې به کموالی راشي، کنه نو د ځینو سیمو په اړه اندېښنه شته، چې د وسله والو طالبانو لاس ته به وغورځي.

هغه اطلاعات روز ته په دې اړه وویل: «مونږ خو د کال له پیل تر اوسه د سولې خبرو ته په تمه و، چې یوې نتیجې ته به رسیږي، له اختره وروسته هم په دې امید یو، چې د سولې لپاره روانې هڅې به یوه مثبته نتیجه ورکوي، خو که ونه شوه، بدبختانه به ووایو، چې وسله وال طالبان به جګړه زیاتوي او د ځینو سیمو د نیولو هڅه به وکړي.»

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی محمد اجمل بیا وايي، که له افغان ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ پای ته ورسیږي، د دولت مخالفې وسله والې ډلې به د سیمو نیولو لپاره له پوره زوره کار واخلي، اجمل د زرمت، روحاني بابا او ځینو نورو سیمو په اړه اندېښمن دی او وايي، چې دلته د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات او هغوی به یې د نیولو هڅه هم کوي.

اجمل وايي: «مونږ چې کله واورېدل چې خارجي ځواکونه له هیواده وځي، نو که دوی وځي، له افغان ځواکونو سره به خپل هوايي ملاتړ هم پرېږدي، کله چې هوايي ملاتړ نه وي، طبعي خبره ده، چې مخالفې وسله والې ډلې زړورې کیږي او د سختو جګړو له لارې به نو د سیمو نیولو کوښښونه هم کوي، ځینې سیمې پکتیا کې شته، لکه د روحاني بابا ولسوالي او د زرمت په اړه هم انېښنې شته.»

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی محمد اجمل بیا وايي، که له افغان ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ پای ته ورسیږي، د دولت مخالفې وسله والې ډلې به د سیمو نیولو لپاره له پوره زوره کار واخلي.

د دې ولایت د ولایتي شورا ځینې غړي هم د وسله والو طالبانو د بریدونو په زیاتېدو اندېښمن دي، د یادې شورا غړی جنت خان څمکنی وايي، د هوايي ځواکونو د فشار کموالي له امله وسله وال طالبان زړور شوي او د پکتیا د ځینو ولسوالیو په لویو لارو کې یې پلټنځایونه جوړ کړي او خلک تلاشي کوي.

څمکني داسې وویل: «مونږ یوه اونۍ وړاندې ولیدل، چې د پکتیا په احمدخېلو، د میرزکې په کړکین او د زرمت په ځینو ساحو کې طالبان لویو لارو ته را وتلي و او ځینې کسان یې له ځانه سره وړي هم و، زما په فکر چې د دوی د فعالیتونو د زیاتېدو لامل به د هوايي بریدونو کموالی وي.»

په همدې حال کې د پکتیا امنیتي چارواکي هم د وسله والو طالبانو د بریدونو زیاتېدو پخلی کوي، خو د خلکو دا ادعا چې طالبان به ځینې سیمې تر خپل واک لاندې راولي، په کله ردوي، د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر له اطلاعا روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د روژې په روانه میاشت کې یې د هغوی لوی بریدونه په شاه تمبولي او زیاته مرګ – ژوبله یې ور اړولې ده.

سرتېر زیاته کړه: «مونږ په تېرو میاشتو، د مې میاشتې او راتلونکو ټولو وختونو کې اماده یو، چې د مخالفینو د بریدونو مخه ونیسو او هغوی وځپو، په تېره میاشت کې مخالفینو زیات کوښښونه وکړل، چې د پکتیا ولس د ویر په ټغر کینوي، خو زمونږ زړه ورو سرتېرو د هغوی مخه ونیوله او غاښ ماتوونکی ځواب یې ورکړ، دوی نه یوازې دا چې په مې میاشت کې به جګړې ته زور ورکوي، بلې تل یې هڅه کړې، خو مونږ یې د له منځه وړلو لپاره چمتو یو.»

لوګر

لوګر بیا د دې زون نسبتا نا امنه ولایت ګڼل کیږي، پلازمېنې کابل ته نږدې پروت دی، د مرکز په ګډون ۷ ولسوالۍ لري، د وسله والو طالبانو فعالیتونه پکې زیات دی، د ولایتي شورا ځینې غړي او ځايي اوسېدونکي یې وروستیو نا امنیو سخت اندېښمن کړي، د یاد ولایت د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران وايي، د مرکز پل عالم په ګډون ازره، خروار، برکي برک او څرخ هغه ولسوالۍ دي، چې تر لوړ امنیتي تهدیداتو لاندې دي، د نوموړې په خبره چې په مرکز پل عالم کې وروستي موټر بم چاودنه د مې میاشتې د نا امنیو د زیاتېدو شاهدي ورکوي، هغې اطلاعات روز ته وویل، که مرکزي اداره دې ولایت ته پام ونکړي، په لوګر کې به زیاتې سیمې به د وسله والو طالبانو لاسته وغورځي.

د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران: «مونږ د کال له پیل تر اوسه هره شپه نه یوازې په ولسوالیو کې د جګړو سره مخ یو، بلکې د ښار اړونده امنیتي پوستې زیات وخت د وسله والو طالبانو تر بریدونو لاندې وي، مونږ سره د مرکزي ادارې لوړ پړو چارواکو بار، بار ژمنې کړې، چې د دې ولایت امنیت تامین ته به جدي پام کوي، خو تر اوسه هیڅ پام ندی شوی او که پام ونه شي، ازره، برکي برک او څرخ له لاسه ورکړو.»

بل لور ته د لوګر ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د امنیتي ستونزو د ډېرېدو لامل له ګاونډي پاکستان سره ګډه بوله یادوي او وايي، له همدې لارې د پاکستاني جنګیالي را اوړي او په بېلابېلو سیمو کې بریدونه ترسره کوي.

لوګر بیا د دې زون نسبتا نا امنه ولایت ګڼل کیږي. اوسېدونکي یې وایي، وروستیو ناامنیو ډېر ترهولي دي.

د لوګر والي عبدلقیوم رحیمي وايي، افغان ځواکونه پوره چمتوالی لري، چې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه ونیسي، د نوموړي په خبره چې طالبانو په تېره میاشت کې د پاکستاني جنګیالیو په مټ هڅه کوله، چې د لوګر څرخ ولسوالي ونیسي، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله او هغوی ته یې درنه مرګ – ژوبله ور واړوله.

رحیمي په دې اړه وویل: «زمونږ لوګر د کابل دروازه ده او هم مونږ دلته له پاکستان سره ګډه پوله لرو، نو مخالفین هڅه کوي، چې له دې لارې په لوګر او کابل کې نا امنیي جوړه کړي، خو د زړه ورو سرتېرو له لوري تل شرمینده شوي او شوم اهداف یې خنثی شوي دي، دوی په څرخ کې هم حملې وکړې، خوشبختانه ناکام شول او زیاته مرګ – ژوبله ور واوښته.»

پکتیکا

پکتیکا ولایت د سویل ختیځ زون تر ټولو پراخه اراضي لري، دا ولایت د مرکز په شمول ۱۹ ولسوالي لري او د شپږو ولسوالیو لویې لارې یې له کلونو راهیسې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي، په دې ولایت کې هم د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات دي، وازه خوا، وړممۍ، تروې او زرغون شهر هغه ولسوالي دي، چې زیاته خاوره یې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده، د ولایتي شورا غړی نعمت الله بابري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پکتیکا په وازه خوا، وړممۍ او تروې ولسوالیو ته د ورغځېدلو لویو لارو د تړل کېدو له امله هلته میشتو افغان ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کیږي، نوموړی زیاتوي، چې تر پخوا د پکتیکا امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د روژې په راتګ او د مې میاشتې له پیل سره سم په ځینو سیمو کې وسله والو طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ښاغلي بابري زیاته کړه: «الحمد الله نورو ولایتونو ته چې وګورو زمونږ په پکتیکا کې امنیتي وضعیت ښه دی، یوازې ځینې سیمې چې هغه پخوا د وسله والو طالبانو په واک کې وې، هلته یو څه اندازه جګړې وي، خو امنیت په ټوله کې ښه شوی او مونږ سولې ته ډېر هیله من یو، چې روانې خبرې بریالی شي، زما په فکر په پکتیکا کې چې روانې مې میاشت کې یو څه بریدونه ډېر شوي لامل یې هم د سولې خبرې دي، چې طالبان غواړي خپل زور نړیوالو ته وښایي.»

مدني فعال او د پکتیکا ولایت اوسېدونکی الهام نوري اطلاعات روز سره په خبرو کې د لویو لارو په نا امنه کېدو اندېښنه څرګنده کړه او وویل، چې له تېرو دریو کلونو راپه دې خوا د پکتیکا لویه لاره له غزني سره پرې شوې او ډېر کم خلک ورباندې تګ، راتګ کوي، نوموړی زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د پکتیا – پکتیکا ترمنځ په لویه لاره کې هم امنیتي ستونزې ډېرې دي.

هغه وویل: «مونږ د مې میاشتې په اړه دومره اندېښنه نه لرو، ځکه زمونږ امنیتي ځواکونه له پخوا ښه شوي، خو ستونزه یوازې د لویو لارو په برخه کې ده، د غزني – پکتیکا او پکتیکا – پکتیا ترمنځ په غځېدلې لویه لاره کې ستونزې شته، چې وخت نا وخت پکې امنیتي مشکلات رامنځته کیږي او د غزني خو بیخي تړل شوې، چې دولتي کسان هیڅ تګ او راتګ نشي پرې کولی.»

پکتیکا ولایت د سویل ختیځ زون تر ټولو پراخه اراضي لري، دا ولایت د مرکز په شمول ۱۹ ولسوالي لري او د شپږو ولسوالیو لویې لارې یې له کلونو راهیسې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي.

د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکنی ډاډ ورکوي، چې د مرکز ښرنې په ګډون به ټولې ولسوالي د امنیتي ځواکونو له لوري ساتل کیږي او د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه به نیسي، نوموړی هم په ځینو سیمو کې امنیتي تهدیدات مني او وايي، د حل لپاره یې ګډ امنیتي پلان چمتو کړی.

په همدې حال کې د پکتیکا د امنیه قومنداني ویاند شاه محمد ارین اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی دوه اونۍ وړاندې د جګړې لپاره د چمتوالي په موخه له امنیتي ځواکونو سره ګډه ناسته درلوده، تر څو د هوا له ګرمېدو سره سم چې طالبان به د بریدونو هڅه کوي، مخه یې ونیسي.

ارین د لویو لارو په اړه هم یادونه وکړه او وویل، چې د پکتیکا- زرمت په لویه لاره کې یې د ملي پولیسو امنیتي پوستې او د ملي اردو لوی بېزونه ځای پر ځای کړي دي.

ارین وايي: «مونږ جګړې ته پوره چمتو یو، په امنیه قومنداني کې مو له ځانګړو ځواکونو سره جګړې ته د تیارسي لپاره پروګرام درلود، د سرتیرو مرال لوړ دی او د تېر په څېر به مخالفینو ته ماتې ورکوي، هغه که په مې میاشت کې وي او که په نورو میاشتو کې، بله مسله د لویو لارو په اړه ده، د ښرنې – زرمت لاره زمونږ له خوا پوره امن ده، حتا زمونږ امنیتي ځواکونه د پکتیا په حدودو کې هم امنیتي پوستې لري.»

خوست

دا بیا د دې وزن د ۱۲ ولسوالیو په درلودلو سره نسبتا با امنه ولایت ګڼل کیږي، په دې ولایت کې د نورو امنیتي ارګانونو ترڅنګ د ضربتي یا «KPF» په نوم ځانکړي ځواکونو هم مېشت دي، چې د ځايي خلکو په وینا په امنیت یې خورا مثبت اغېز کړی دی، هلته ډېرې کمې امنیتي پېښې رامنځته کیږي، صبري او موسی خېل د دې ولایت نا امنه ولسوالي ګڼل کیږي، په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي، د خوست امنیتي وضعیت د تامین یو لامل هم له امنیتي ځواکونو سره د ځايي خلکو پراخه همکاري ده.

د هغه په خبره چې په خوست کې د وضعیت لاښه والي لپاره به افغان ګډ ځواکونه په هغو سیمو کې چاڼیز عملیات وکړي، چې اوس ورڅخه د نا امنیو اندېښنې موجودې دي.

دا بیا د دې وزن د ۱۲ ولسوالیو په درلودلو سره نسبتا با امنه ولایت ګڼل کیږي، په دې ولایت کې د نورو امنیتي ارګانونو ترڅنګ د ضربتي یا «KPF» په نوم ځانکړي ځواکونو هم مېشت دي، چې د ځايي خلکو په وینا په امنیت یې خورا مثبت اغېز کړی دی.

مومند په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «مونږ په خوست ولایت کې لوا لرو، د دې تر څنګ نور ځواکونه هم هلته موجود دي، مخالفین په خوست کې مات شوي او په مې میاشت کې هم مونږ هلته د هغوی د ځپلو لپاره عملیات لرو، د دې ولایت د امنیت تامین لپاره مونږ میاشت وړاندې د محلي اردو لسګونه سرتیري هم ولېږل.»

د سیاسي چارو د کار پوهانو په وینا که له کوچني اختر وروسته د سولې خبرې یوې مثبتې نتیجې ته ونه رسېدې او د بهرنیو ځواکونو وتل هم دوام ولري، د وسله والو طالبانو په ګډون به د دولت نورې مخالفې ډلې هم جګړو ته زور وکړي.