تذکرې کارکوونکي

څلور میاشتې بې معاشه کار کول؛ ولې د برښنايي پېژندپاڼو د مرکزونو د سلګونه کارکوونکو تنخواوې نه ورکول کیږي؟

خبریال: عصمت الله سروش

ژباړن: حبیب الله سراب

څلور میاشتې کیږي، چې د افغانستان د نفوسو شمېرنې ملي ادارې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش سلګونه کسانو ته تنخواوې نه دي ورکړي. دغو کارکوونکو د کابل او ځینو ولایتونو کې نن (سه شنبه، ۱۴ د غویي) په کاري اعتصاب لاس پورې کړی او وايي، تر هغه وخته چې د احصايې او مالوماتو دفتر دوی ته قانع کوونکی او مثبت ځواب نه وي ورکړی او ستونزو ته یې رسېدنه ونه شي، تر هماغه به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.

په پلازمینه کابل کې د پېژندپانې ملي مرکز کارمندانو چې شمېر یې ۴۰۰ کسانو ته رسیږي، له تېرې ورځې ( ۱۳ ثور ) راهیسې په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دی.

د خیرخانې، قلعه نجارا، کارته نو، ارزان قیمت، خیرخانه، د پغمان ولسوالي او په کابل کې څو نور مرکزونه او همدارنګه په ځینو ولایتونو کې هم لکه، کاپیسا، بغلان، غور، فاریاب، سمنګان، خوست، قندهار او هرات کې هم نن ورځ د برښنايي پېژندپاڼو د کارمندانو له لوري کاري اعتصاب پیل شوی دی، خو د نفوسو او معلوماتو اداره وايي، یوازې د هغو کارمندانو معاش چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې ګمارل شوي، نه دی ورکړل شوی او ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو څو روځو، چې له له کوچني اختر به وړاندې وي، ټولو ته به خپل معاشونه حواله شي.

اطلاعات روز ورځپاڼې په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د برښنايي پېژندپاڼو د کارکوونکو سره مرکې کړې دي، هغوی وايي، د نفوسو شمېرنې او معلوماتو ادارې په لومړیو کې دوی ته ویلي و، تر څو چې د ولسي جرګې له لوري کلنۍ بودیجه نه وي پاس شوی، دوی نشي کولی چې خپلو ټولو کارمندانو ته تنخواوې ورکړي.

د دوی په خبره چې له هغه وروسته چې د ولسي جرګې له لوري ملي بودیجه تصویب شوه، له هماغه ورځې راهیسې د معلوماتو او نفوسو شمېرنې د ادارې مسوولین یې هره میاشت او اونۍ د تنخواوو په اړه مختلفې بهانې لټوي.

او له دې جملې یې ځینې بیا وايي، چې د مالیې وزارت لخوا بودیجه تر اوسه نه دی تخصیص شوې.

د سه شنبې په سهار د کابل په خیرخانې سیمه کې د برښنايي پېژندپاڼو د ویش یو کارمن اطلاعات روز ته وویل، چې په مرکز کې یې د معاشونو نه ورکړې له امله ۵۰ کارمندانو په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دی. اطلاعات روز ورځپاڼې غوښتل چې په دې مرکز باندې تصویري راپور جوړ کړي، خو د همدې مرکز مسوولینو اجازه ورنکړه، چې یاد مرکز ته دننه شي، د دغه مرکز مسوول اطلاعات روز ته وویل، چې کارکوونکي په مرکز کې شتون نه لري، چې غواړئ له هغوی سره مرکې وکړئ. د دې مرکز یو کارمند، چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وویل چې ټول کارمندان په مرکز کې شتون لري او د مرکز مدیر هغوی ته اجازه نه ورکوي، چې بهر شي او له رسنیو سره خبرې وکړي.

پنځه کارمندانو چې له اطلاعات روز سره یې خبرې کړې، د وېرې او د دې موضوع د افشا کېدو له امله ونه غوښتل چې په رسنیو کې یې نوم ذکر شي، له جملې یې یو تن وویل: «که خبر شي چې رسنیو ته دې مالومات ورکړي، بیا دې کار در خرابوي.»

په مستعار نوم چې ځان عبدالله معرفي کوي، پغمان ولسوالي کې د برښنايي پېژندپاڼو کارمندان دی، هغه وايي، چې د ۱۳۹۹ کال د جدي له اول څخه تر اوسه کارمندانو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي او کله چې دا مسله د نفوسو شمېرنې او مالوماتو د ادارې په مینځ کې راپورته کیږي، هغوی په بېلابېلو بهانو چې له دې جملې یې د بودیجې نشتوالی او د ماليې وزارت له لوري د بودیجې نه تخصیص وړاندې کوي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي، چې د هغوی قرار داد «د کار په بدل کې معاش» دی او د لومړۍ جدي میاشت چې دا ډول قرارداد په کارمندانو باندې “مسلط” کیږي، د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي، د هغه په خبره چې یوازې د مرکز د مدیرانو معاشونه چې مخکې استخدام شوي، شاید ورکړل شوي وي، خو د هغو نویو کارمندانو چې د ۱۳۹۹ کال په لیندۍ او مرغومې میاشتو کې ګمارل شوي، معاشونه یې ندي ورکړل شوي.

یو بل کارمند چې د کارته نو د برښنايي پېژندپاڼو په مرکز کې کار کوي، اطلاعات روز ته وویل، چې د ټولو نورو کارکوونکو معاشونه چې په دې مرکز کې تازه ګمارل شوي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ورته معاشونه ندي ورکړل شوي او په دې موده کې د نفوسو شمېرنې مرکز د مسوولینو ځواب دوی ته د قبول وړ نه و، نو ځکه یې په کاري اعتصاب لاس پورې کړ. ښاغلی هاشم زیاتوي، چې تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي، تر څو چې دوی ته قناعت کوونکی ځواب نه وي ورکړل شوی. 

د نویو کارکوونکو د قرار دادونو ډولونه «د کار په بدل کې تنخوا» و په نوې میاشت کې لانجمن شو او ځینو کارکوونکو د دې په بدل کې په اعتراض پیل وکړ. هاشم وايي، چې کارکوونکي مجبور شول، چې دا ډول قراردادونه لاسلیک کړي: «د کار په بدل کې معاش مونږ له دوی سره لاسلیک کړل، دا چې کارکوونکو معاشونه تر لاسه نه کړل او د دې لپاره چې پاتې معاشونه هم واخلي، نو ځکه یې له مجبوریته بیا ځلې قرار داد لاسلیک کړ.»

په کابل کې د نفوسو ثبت مرکز یو تن کارمند وايي، چې د دوی د شعبې کارمندانو له تېرې ورخې را په دې خوا په کاري اعتصاب لاس پورې کړی او نن ورځ هم دوام لري.

عبدالله زیاتوي: «د قوس میاشتې له ۲۲ تاریخ څخه چې ما په رسمي ډول کار بیل کړی، تر اوسه مې یوه افغانۍ هم نه ده تر لاسه کړې.»

د هغه په وینا چې د احصايي مرکز لومړی د ولسي جرګې له لوري د بودیجې نه تصویب په اړه بهانې کولې او وروسته یې ویل، چې د ولسمشر په امر شاید لغوه شي او په دې «بهانه» هغوی معاشونه توضیح نه کړل: «دوه میاشتې د NTA سیستم وي دا چې زه د خپل معاش په لټه کې یم او ماته ډول ډول بهانې راکول کیږي.»

په کاپیسا ولایت کې د برښنايي پېژندپاڼو یو بل کارمن اطلاعات روز ته وویل، چې ټول ۴۰ کارکوونکي یې په مرکز کې کاري اعتصاب پیل کړی دی او په دې موده کې بار، بار هغوی له ولایتي مسوولینو او په کابل کې یې د احصايي مرکز مسوولینو ته ورغلي، خو تر اوسه یې هیچا غږ ندی اورېدلی.

د نفوسو د ثبت ادارې ځواب څه شی دی؟

د نفوسو  او معلوماتو د ادارې ویاندې رویینا شهابی اطلاعات روز ته وویل، چې په لومړنيو دوه مياشتو کې د ولسي جرګې له لوري د بوديجې سند په ځنډ تصويب شو، نو د دې کارمندانو معاشونه هم وځنډول شول او وروسته بیا د مالیې وزارت لخوا د فنډونو د نه تخصیص له امله وځنډول شو. اغلې شهابي زیاته کړه چې د NTA سیسټم برخلیک نامعلوم حالت هم دې کارمندانو ته د معاشونو ورکړه ځنډولې ده.

تېر کال د ولسي جرګې غړو د حکومتي کارمندانو د معاشونو د برابرولو په خاطر د NTA لغوه کیدو غوښتنه وکړه، وروسته، د ولسمشر غني په امر ، د NTA نظارت کمیټه جوړه شوه ، چې پریکړه یې وکړه ترڅو نوي کارمندان ونه ګماري. کمیټه وروسته په سیستم کې یوې موافقې ته رسیدو کې پاتې راغله ، د NTA قراردادونه یې د میاشتې تر پای پورې وغځول. د کمیټې د پریکړې سره سم ، د NTA کارمندانو قرارداد د حمل میاشتې تر پای پورې غځول شوی او دا کمېټه وروسته د ادارو د طرحو له ارزونې د عالي شورا د پریکړو په پام کې نیولو سره د قانون حاکمیت او د سپړنې اصول به پریکړه وکړي چې ایا د دې کال تر پای پورې به قراردادونه وغځول شي او کنه؟

د NTA نظارت کمیټې پریکړه

د نفوسو د شمېرنې او مالوماتو ادارې ویاند وايي: « ښه خبر دا دی چې د NTA کمیټې پریکړه کړې او د دې کارمندانو معاشونه پروسس شوي.، د دوی تنخوا پرته له هغو کسانو چې په حاضري کې ستونزه ونه لري، دا به له اختره وړاندې ورکول کیږي.»