نعمت روان

نی: امنیتي بنسټونه باید جوته کړي چې د روان د وژنې او د هغه د خبریالۍ ترمنځ څه اړیکه وه که نه؟

اطلاعات روز: د خپلواکو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) د طلوع خصوصي ټلوېزیون مخکیني خبریال او د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر نعمت روان د وژنې غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امنیتي بنسټونو غوښتي چې باید دا مشخصه کړي چې ایا د ښاغلي روان د وژنې او د هغه د خبریالۍ ترمنځه څه اړیکه وه، که نه؟

د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ویلې چې ښاغلی روان چې نن (پنجشنبه، ۱۶ د غویي) شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د کندهار ښار دولسمې امنیتې حوزې اړوند د «شهید احمدولي څلورلارې» کې ووژل شو.

تراوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

د نعمت روان وژنه غبرګونونه ځان سره لري. د افغان ازادو رسنیو ملاتړې ادارې خپلې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلی روان د خپلو تحصیلي اسنادو ترلاسه کولو لپاره له کابله کندهار ته تللی و. دغې ادارې له حکومته غوښتي چې د نوموړي د وژنې قضیه په جدي ډول وارزوي.

نی په خپلې اعلامیه کې ویلي: «امنیتي بنسټونه باید مشخصه کړي چې ایا د ښاغلي روان د قتل او د ورځپاڼه لیکنې کار ترمنځ یې اړیکه شته که نه؟ دغه راز دا هم باید د امنیتي بنسټونو له لوري مالومه شي چې د طالبانو وروستیو ګواښونو او د دې قتل ترمنځ څه اړیکه شتون لري.»

نی په خپلې اعلامیه کې دغه راز لیکلي، د ښاغلي روان قتل په داسې مهال دی چې کندهار کې ځینو خبریالانو ویلي چې د امنیتي بنسټونو له خوا یې مالومات ترلاسه کړي چې ځینې خبریالان د ترهګرو ډلو تر ګواښ لاندې دي.

په ورته مهال د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هم د نعمت روان وژنې ته په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومته غوښتي چې دا قضیه په جدي توګه تعقیب، عاملین یې پیدا او عدالت ته یې وسپاري.

دوی په خپلې دغې اعلامیه کې ویلي: «نعمت راون په داسې حال کې وژل کیږي چې پرون د طالبانو ویاند پر خپل ټویټرپاڼه یو ګواښمن پیغام کې رسنۍ د بې پرې توب له اصل څخه په سرغړونې تورنې کړې وې.»

دغې کمېټې په ټینګار سره ویلي، چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ملکي هدفونه دي، د افغانستان حکومت او ملګري ملتونه دې د خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي ترڅو د پخلاینې په پروسه کې د خبریالانو او رسنیو ازادي زیانمنه نه شي.

دې کمېټې په خپلې اعلامیه کې دغه راز لیکلي: «د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه یو ځل بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د هدفي وژنو قضیې وڅېړي. کمیټه په دغو حساسو شرایطو کې له ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو څخه هم غوښتنه کوي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا چمتو شوي لارښود څخه د خپلو سفرونو او سیمې ته د رپوټ چمتو کولو په خاطر د تلو پر مهال په کلکه مراعات او عملي کړي.»

د نی د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له پیله دا اوومه پېښه ده چې د رسنیو ټولنې کارکوونکي په کې له منځه وړل کیږي.

نی لیکلي، دوی په دې باور دي چې که افغان حکومت د خبریالانو امنیت خوندیتوب لپاره کوم اړین کار و نه کړي، د افغانستان خلکو دښمنان به هر وخت د رسنیو له ټولنې قرباني اخلي او دا حالت به د رسنیو ټولنې او د بیان پر ازادۍ کلکه ضربه ووهي.

په ورته مهال ارګ هم دغه بری غندی او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي، چې «ترهګرې ډلې» په دا ډول بریدونو سره د بیان ازادي او د خلکو رسا غږ نه شي غلی کولی.

اعلامیې لیکلي: «جمهوررئیس د یاد تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل، تروریستان د دغسې وحشتونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خلکو رسا غږ نشي غلی کولی او نه به هم د هیواد پر روښانه راتلونکي زموږ د هیوادوالو ټینګ باور کمزوری کړي.»

دغې اعلامیې کې راغلي، چې ولسمشر اړوندو مسوولینو ته د دې «تروریستي» برید د هراړخیزې څېړنې او عاملینو ته د مجازاتو ورکولو امر کړی دی.

ارګ په دوام کې لیکلي، د طالبانو ډله باید دا درک کړي چې د ولس پر وړاندې د جګړې دوام او تاوتریخوالی اسلامي، انساني او معقوله حل لاره نه ده، بلکې دا د وضعیت د لا پېچلتیا او د سولې برابر شوي فرصت د ضایع کېدو لامل کېدای شي.