اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وايي، په دې ولایت کې د هغه ځوان د موندلو لپاره چې څو ورځې وړاندې کابل سیند وړی و، د ننګرهار درونټې بند اوبه ورته د څو ساعتونو لپاره خوشې شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۱۸ د غویي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د ننګرهار د بیړنیو چارو کمیسیون د پریکړې له مخې نن شنبه سهار د ډرونټې بند اوبه د څو ساعتونو لپاره په دې موخه خوشې شوې، چې د لغمان د اطلاعاتو او کلتور د رییس اورنګ صمیم د زوی نصرت الله جسد چې څو ورځې وړاندې اوبه وړی و، پیدا کړي.
د ښاغلي خوږیاڼي په خبره د هغه سیمو خلکو ته یې خبر ورکړی چې د دې سیند په اوږدو کې پراته دي، ترڅو ترڅو د یاد ځوان د جسد په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
خوږیاڼی زیاتوي: «څو ورځې وړاندې د درونټې په سیمه کې یو ځوان چې د لغمان د اطلاعاتو اوکلتور درئیس زوی و، اوبه وړی د پیدا کیدو هڅې یې جدي روانې دي نن سهار د بیړنیو چارو کمیسیون پریکړه وکړه چې د ډرونټې بند اوبه خوشې کړي تر څو د یاد ځوان جسد پیدا شي، په دې برخه کې له عامو خلکو هم غوښتنه شوې چې د جسد په پیدا کیدو کې مرسته وکړي.»
په ټولنیزو رسنیو کې هم د یاد ځوان د پیدا کیدو په موخه پيغامونه خپریږي او حتا دا لړۍ کوزې پښتونخوا ته هم رسیدلې او هلته هم له خلکو غوښتل شوي چې د یاد ځوان د جسد په پیدا کیدو کې مرسته وکړي.