غور

طالبانو د ماتې جبران کې د تیوره ولسوالۍ لارې په بمونو پوښلي

خبریال: واجد روحاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

شاوخوا یوه میاشت وړاندې طالب جنګیالیو د غور ولایت پر تیورې ولسوالۍ د ولکې لپاره یرغل وکړ، خو د دولتي ځواکونو او خلکو په مقاومت، خو دې برید طالبانو ته له ماتې پرته بل څه نه لرل.

د تیوره پولیسو قوماندان حبیب الرحمن ملکزاده اطلاعات روز ته وایي، چې طالبانو د خپلې درنې ماتې جبران لپاره شاوخوا ۲۰ ورځې کیږي چې د تیوره ولسوالۍ ټولې اصلي او فرعې لارې یې په ماینونو پوښلي دي او د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته د لېږدوونکو وسیلو لېږد جازه نه ورکوي: «طالبانو د تیوره ولسوالۍ او دغه راز د حکومت تر ولکې لاندې سیمو د سقوط هوډ درلوده، خو په دې کار ونه توانېدل. اوس چې طالبانو دې ولسوالۍ ته ورغلې لارې تړلي دي، خلکو ته ژوند سخت شوی او د پر خلکو د [طالبان] ظلم هم زیاتیږي.»

اټکل کیږي چې د تیوره ولسوالۍ مرکز کې ۶۰ تر ۷۰ زره کورنۍ د طالبانو ډلې تر حاکمیت لاندې ژوند کوي.

تیوره د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار لویدیځ ۲۲۰ کیلومترۍ کې یوه له لېرې پرتو ولسوالیو ګڼل کیږي. دا ولسوالۍ د هلمند او فراه ناامنه ولایتونو سره پوله لري او دا د طالبانو ډلې د نظامي فشار لامل شوی دی.

د لوږې ګواښ

۵۳ کلن محمد یار په تیوره ولسوالۍ کې یو هټیوال دی. هغه اطلاعات روز ته وایي، چې تیورې ته په ورغلیو سړکونو د خښ شویو ماینونو او دغه راز د طالبانو ډلې تلاشیو له امله، د دې ولسوالۍ مرکز د لومړنیو توکو له سخت کمښت سره مخ دی.

د تیوره ولسوالۍ ډېری لومړني توکي له هرات او کندهاره وړل کیږي، خو د طالبانو اقتصادي بندیز سره، هټۍ خالي شوي دي. هغه وایي، چې د ۱۰ کیلوګرامه غوړیو بیه له ۹۰۰ افغانیو ۱۲۰۰ ته پورته شوې ده او دغه راز د وریځو ۲۵ کیلوګرامه بوجۍ بیه له ۱۱۰۰ څخه ۱۶۰۰ ته رسېدلې ده.

محمد یار وایي، چې پر ښار د اوسېدونکو یرغل سره، لومړني توکي خلاصېدو په حال کې دي: «زما هټۍ کې کیک او کلچې خلاصې شوې. دوه اونۍ کیږي چې له هرات او کندهاره هېڅ لومړني توکي نه دي راغلي. له طالبانو غواړم چې سوله وکړي او تیورې ته د لومړنیو توکو راوړو اجازه ورکړي.»

هغه خبرداری ورکوي، چې ژر به د تیورې ولسوالۍ هټیو کې خوراکي توکي پای مومي او قحطي به یې وکړوي.

۴۲ کلن محمد داود د تیوره ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه اطلاعات روز ته وایي، چې په دې وروستیو کې د لومړنیو توکو بیه لوړه شوې او ژوند یې له ستونزې سره مخ کړی دی.

هغه د بیو پر لوړېدو اندېښمن دی چې و به نه شي کولی د خپل ۹ کسیزې کورنۍ لګښت پوره کړي: «د غوړیو، وریجو او نورو بیې لوړې شوي او که همداسې لوړې روانې وي، پیسې نه لرو چې د خپلې کورنۍ خرچه پوره کړم. له طالبانو مې غوښتنه یوازې دا ده چې لارې پرانیزي.»

غور کې کم ورښت، د تیوره په ګډون، د دې ولایت ډېری اوسېدونکو ژوند سخت کړی دی او د طالبانو اقتصادي بندیزونو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي کړوي. محمد داود د وچکالۍ په اړه وایي: «سږ په غور کې وچکالي ده. زه دوه جریبه ځمکه لرم او غنم، وربشې او وریجې مې کرلې دي، خو تېر کال ته په کتو کم حاصل راټولوم.»

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده اطلاعات روز سره خبرو کې، پر تیورې ولسوالۍ د طالبانو زیاتېدونکی فشار مني، خو ټینګار کوي چې تېرې یوې میاشت کې پر تیوره د طالبانو درنو بریدونو له ماتې پرته بل حاصل نه دی لرلی. انځور: دغور ولایت مقام

د طالبانو نظامي فشار

د روان کال له پیله تیوره ولسوالي د طالبانو ډلې لپاره د جګړې په ډګر بدل شوی. تیوره کې رسمي شمېرې ښیي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۸ پولیس ځواکونه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د تیورې ولسوالۍ قوماندان حبیب الرحمن ملکزاده اطلاعات روز ته وایي، چې شاوخوا ۱۸۰۰ طالب جنګیالي د دې ولسوالۍ مرکز ته نږدې ټول شوي او موخه یې د دې ولسوالۍ له نسکورېدو پرته بل څه نه دي: «طالبان د تیوره له ګاونډه جنګیالي لېږي. طالبان دغه راز د خوراکي توکو د لېږد باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکوي چې تیورې ته لاړ شي او ان اجازه نه ورکوي چې دغې ولسوالۍ ته درمل یوړل شي.»

هغه وایي، چې د تیوره خلکو ملاتړ سره، د طالبانو ډلې د درنو بریدونو مخه نیولی شي، خو خلک د طالبانو د اقتصادي تحریم پر وړاندې د مقاومت توان نه لري او دا په دې ولسوالۍ کې د امنیتي حالت د ماتېدو لامل کیږي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده اطلاعات روز سره خبرو کې، پر تیورې ولسوالۍ د طالبانو زیاتېدونکی فشار مني، خو ټینګار کوي چې تېرې یوې میاشت کې پر تیوره د طالبانو درنو بریدونو له ماتې پرته بل حاصل نه دی لرلی: «طالبانو د غور هېڅ ولسوالۍ کې نه دي توانېدلي چې روان کال کې کوم پرمختګ ولري او کله یې چې ماتې وخوړه،  خپل بریدونه یې پر فراه او هرات زیات کړل.»

طالبانو تیورې ولسوالۍ ته ورغلې لارې په ماینونو پوښلي او دا کس د یوه ماین چاودنې له امله ومړ. انځور: اطلاعات روز ته لېږل شوی

د پولیسو اعاشې ستونزه

د غور پولیسو کې یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط اطلاعات روز ته وایي، چې د تېر کال کب میاشتې تراوسه د پولیسو اعاشه نه ده ورکړل شوې او هغوی د تیورې له هټیوالو پورونه کوي.

د دې سرچینې په وینا، اوسمهال د تیورې پولیس ۷۰۰ زره افغانۍ د هټیوالو پوروړي دي او په احتمال سره چې د تیورې بازار کې د خوراکي توکو کمښت سره د امنیتي ځواکونو لګښتونه به سخت شي.

په بازار کې د لومړنیو توکو کمښت او د دې موادو د غوښتنې زیاتېدل، د تیورې پولیس به د اعاشې له ستونزو سره مخ کړي. همدارنګه چې طالبان د تیورې ولسوالۍ پر لارو ولکه لري، د پولیسو ځواکونو اعاشې له چورلکې او لوړ لګښت سره ترسره کیږي.

تیوره کې څو پولیس ځواکونه اطلاعات روز سره خبرو کې، مرکزي حکومت دوی ته د اعاشې ورکړې برخه کې په خروار ژمنو تورنوي او هغوی دوی ته د اعاشې نه ورکړه تلپاتې ننګونه یادوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین اطلاعات روز ته وایي، راتلونکې اونۍ به د پولیسو ځواکونو اعاشې ستونزه حل شي.

د تیورې ولسوالۍ قوماندان حبیب الرحمن ملکزاده اطلاعات روز ته وایي، چې شاوخوا ۱۸۰۰ طالب جنګیالي د دې ولسوالۍ مرکز ته نږدې ټول شوي. انځور: له ټولنیزو شبکو

د ماین چاودنې

تېره اونۍ د چهارشنې په ورځ، تیوره ولسوالۍ کې پر ملکیانو ماین چاودنې، یو ځوان وواژه او یوه ښځه سخته ژوبله شوه. دا دوه تنه د نیمروز له ولایته د تیورې ولسوالۍ مرکز لوري ته روان ول.

دا په داسې حال کې ده چې د تیورې ولسوال محمدرفیق اعلم د کب په ۳۰مه په دې ولسوالۍ کې د ده پر موټر نښلول شوي ماین چاودنې چې دفتر خوا ته روان و، ووژل شو. د تیورې اوسېدونکي وایي، چې د ولسوال د وژنې له وخته تر اوسه د هغه ځایناستی ګمارل شوی نه دی.

د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۵ کلن غلام محمد اطلاعات روز ته وایي، چې د تیورې ولسوالۍ پر لاره د ځان په بیه تګ راتګ کوي او اړ دي چې پر سختو غرونو تګ سره د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ شي: «طالبانو اصلي او فرعي لارې په ماینونو پوښلي دي او دې کار یې لاره اووه ساعته اوږده کړې ده.»

د تیورې اوسېدونکي طالبانو ته په خطاب کې وایي، چې دولتي ځواکونه د هوا له لارې اکمالیږي او دا ملکیان دي چې د خپلو اړتیاوو لپاره پر لویو او فرعي لارو تګ راتګ کوي او د ماین چاودنې ښکار کیږي.

په ورته مهال د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وایي چې نظامي شورا د امنیتي ګواښونو مهار لپاره نظامي برنامه پر لاره اچولې او اوس توپ د ملي دفاع وزارت کې میدان کې دی، څو د غور لویو لارو پرانیستو لپاره عملیات وکړي.

دولتي چارواکي وایي چې د تیورې ترڅنګ د غور پسابند او چهارسده ولسوالۍ او د بادغیس جوند ولسوالۍ د طالبانو تر اقتصادي بندیز لاندې دي او د دې ولسوالۍ محاصرې کړۍ ورځ تر بلې تنګیږي او دا په دې ولسوالیو کې بې وزلي، لوږه او ناروغۍ سختیږي.

له دې وړاندې ملي دفاع وزارت اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و چې طالبانو په سوېلي او لویدیځو ولایتونو خپل بریدونه ډېر کړي دي.