کابل

کابل کې د «سیدالشهدا» پر ښوونځي موټربم برید کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ او ټپیانو تر ۱۰۰ ورسېد

اطلاعات روز: د هېواد کورینو چارو وزارت وایي، چې د کابل ښار لویدیځ دیارلسمې حوزې اړوندو کې د سیدالشهدا پر ښوونځي مرګوني برید کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ او ټپیانو تر ۱۰۰ رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې وژل شویو کې ددې ښوونځي زده کوونکي او د سیمې اوسېدونکي دي. د هغه په وینا، دا کسان زده کوونکي ول او د «پوهې او زده کړې ترلاسه کولو» لپاره ښوونځي ته تللي ول.

ښاغلي ارین زیاته کړې چې دا شمېره وروستۍ نه ده او د ډېرېدو شونتیا یې شته ده. دغه راز د هغه په وینا، د وژل شویو او ټپيانو د لېږد لړۍ د شپې تر ناوخته دوام درلود.

خو د رویټرز خبري اژانس بیا دغه مرګ – ژوبله ډېره یادوي. دوی په یو خپاره شوي خبر کې ویلي چې د کابل پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې ۵۸ تنه وژل شوي او ۱۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

له بلې خوا، کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا برید وسله والو طالبانو پر لاره اچولی و. د هغه په وینا په داسې حال کې چې اکاډمیک ځایونه جنګي او محاربوي خوندیتوب لري، خو دا ډله  له دې سیمو پر خلکو او د افغانستان پر دولت د فشار الې په توګه ګتنه کوي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت دغه برید په هېواد کې پر اکاډمیکو مرکزونو د بریدونو دوام یادوي. طارق ارین ویلي چې د دې برید ورته والی ښیي چې د طالبانو ډله مسوولیت پر غاړه نه اخلي، خو په مستقیمه توګه په کې لاس لري.

هغه زیاته کړې: «طالبان د تروریستي بریدونو اعلان لپاره دوه ادرسه لري؛ لومړی پر نظامي ځایونو بریدونه نېغ په نېغه په غاړه اخلي او پر ملکي ځایونو هغوی (طالبان) د بریدونو په اړه تفکیک سره له بل ادرسه اعلامیه ورکوي او خلک او د افغانستان حکومت په دې ټکي پوه شوي دي.»

له بلې خوا د سیدالشهدا پر ښوونځي د دې برید نوعیت ته په کتو دغه برید په کرولا ډوله موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ګڼي او وایي چې سیمه کې دوه نور ځای پر ځای شوي بمونه هم  چاودلي دي.

د هغه په وینا، موټر بم چاودنې د زده کوونکو بېرون وتلو پر مهال چاودلی او له هغې وروسته سیمه کې ځای پر ځای شوي بمونه چاودلي دي.

دغه چاودنې پرون (شنبه، ۱۸ د غویي) له غرمې وروسته شاوخوا ۴:۳۰ دقیقې د کابل دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند رامنځته شوې.

د سیدالشهدا ښوونځي سرمعلم علي خان احساني اطلاعات روز ته وویلې، چې لومړی له چاودېدونکو توکو ډک یو کرولا ډوله موټر ښوونځي ته نږدې د یو کلینیک دروازه کې چاودنه وکړه او په هغې پسې دوه نورې چاودنې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله وې چې د زده کوونکو د تېښتې پر مهال وې.

کومې ډلې یا چا د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

وسله والو طالبانو په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

غبرګونونه

ولسمشر غني د دې برید پړه پر طالبانو اچوي او ویلې یې دي چې دا ډله د نامشروع جنګ او تاوتریخوالي په سختولو سره نه یوازې دا چې د اوسني کړکېچن حالت په سوله ییزه او بنسټیزه ډول تمایل نه لري، بلکې د حالت په پیچلي کولو سره سولې ته غوړېدلی حالت سبوتاژ کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال هم دا برید طالبانو ته نسبت کړی او ویلي یې دي: «دا وحشیانه او انسان ضد عمل له شک پرته چې د بشریت ضد جنایت ښکاره تصدیق دی. ځکه چې په ښکاره ډول د ترهګرو موخه ځانګړی قوم او ځانګړی باور دی او دا ناورین د نسل وژنې او د یوې ټولنیز کتلې د له منځه وړلو لپاره شوی دی.»

ښاغلي دانش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو مشران بیاځلي په تور لیست کې او د سختو تحریمونو لاندې یې ونیسي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې برید په محکومولو سره هغه «تروریستي، نه بښونکی، نه منونکی او ظالمانه» یاد کړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) د دې برید له رامنځته کېدو سخته نیوکه کړې او دا یې بې رحمانه ګڼلی دی.

افغانستان کې د ناټو ملکی استازی استیفانو پونتیکورو په یو ټویټ کې دا برید ناځوانمردانه او د افغانستان خلکو پر وړاندې یاد کړی دی؛ د هغه خلکو چې د هغه په وینا، په یاد به یې راوړي چې څوک د نه منلو تر کچې تاوتریخوالی ساتي او دا ډول ګامونو اخیستو ته شرایط برابروي.

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزي هم دا برید محکوم کړی او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو غوښتونکی شوی دی څو د هغه په وینا په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه کمه شي.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر هم په یو ټوېټ کې د دې برید په محکومولو سره پر ملکیانو د ژر تر ژره بریدونو ودرېدو غوښتونکې شوې ده.

دغه راز د اروپایي ټولنې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د بریټانیا سفارت او کابل کې ځینو نورو سیاسي استازولیو د کابل دغه برید محکوم کړی دی او ژر تر ژره د تاوتریخوالي کمېدو او د ملکیانو بې مانا نښه کېدو غوښتنې یې کړي دي.