ځانمرګی

ننګرهار کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی دی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۲۰ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو پاکستانی غړی «حسن الرحمن» چې د ځانمرګي برید په موخه ننګرهار ته رالیږل شوی و، ژوندی نیولی دی.

د خوږیاڼي په خبره نیول شوی بریدګر په امنيتي ځواکونو او د ګڼې ګوڼې پر ځایونو یې د برید پلان درلود موخې ته له رسیدو وړاندې ژوندی نیولی دی.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا نیول شوي بریدګر اعتراف کړی، چې د پاکستان د کراچۍ ښار اوسيدونکی دی او هلته په يوې مدرسې کې د طالبانو په ليکو کې تر جذب وروسته جلال اباد ښار ته د ځانمرګي بريد په موخه انتقال شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي: «د ملي امینت ځواکونو د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو پاکستانی غړی چې ځانمرګي برید په موخه دلته رالیږل شوی و، ژوندی نیول شوی او د یو لوی خونړي برید مخه ورسره ونیول شوه.»

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.