پکتیا

د پکتیا اریوب ځاځي کې مخ پټو ټوپکوالو دوه تنه وژلي

اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت اریوب ځاځي ولسوالۍ کې مخ پټو وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي دي.

د پکتيا د امنيه قومانداني وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته وايي، تېره شپه (یکشنبه، ۱۹ د غویي) شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د ځاځي اريوب ولسوالي اړوند د «بيان خېلو» په سيمه کې نامالومو وسله والو دوه ملکي وګړي، چې له تراويح لمانځه وروسته له جومات څخه د کور په لور روان و، ورباندې ډزې کړې او ځای پر ځای يې وژلي دي.

ښاغلي اميري دغه راز وويل، په وژل شويو کسانو کې يې يو تن تازه د کوچني اختر لپاره له دوبۍ هيواد څخه راغلی و.

تر اوسه کوم چا یا کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.