اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې ملي امنیت له انسان تښوونکو یو ډاکتر ژغورلی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه ۲۱ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت ځواکونو د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو پرمهال د انسان تښتوونکو له منګولو د ډاکتر احمدشاه په نوم يو تن ژغورلی دی.
د خوږیاڼي په خبره ډاکتر احمد شاه شاوخوا ۲۵ ورځې وړاندې په یادې ولسوالۍ کې تښتول شوی و.
خوږیاڼي زیاته کړه: «د ملي امینت ځواکونو په روداتو ولسوالۍ کې دعملیاتو پرمهال د انسان تښتوونکو له منګلو یو تن داکتر احمد شاه خوشې کړی چې په تور یې یو تن نیول شوی هم دی.»
هغه وایي، د یادې پېښې په تړاو یې د اسلم په نامه یو تن هم نیولی چې په اصل د لوګر ولایت اوسیدونکی او اوسمهال په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې ژوند کاوه.