کمیسیون

بشر حقونو کمېسیون: افغانان تلپاتې اوربند غواړي

اطلاعات روز: د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کمکي اختر لپاره د طالبانو او حکومت د اوربند له اعلانه هرکلی کړی.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نن (سه شنبه، ۲۱ د غویي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې اوربند هرکلی کړی، خو له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي چې تلپاتې اوربند او د سولې هڅې پیاوړې کړي.

طالبانو دوه ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اختر دریو ورځو لپاره اوربند اعلان کړ. د دوی په اعلامیه کې له خپلو جنګیالیو غوښتل شوي و، چې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ نه شي او نه هم دولتي ځواکونه د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته پرېږدي.

پرون بیا ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیه کې وویلې، چې دوی د طالبانو له خوا د دې اوربند له اعلانه خبر دي.

د ارګ اعلامیه کې د دې اوربند ځواب کې له طالبانو غوښتي چې د خلکو برحقې غوښتنې ته چې دایمي اوربند دی لبیک ووایي او د خبرو مېز ته راشي.

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې اعلان شوي درې ورځني اوربند ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند د خلکو د خوشالولو لپاره یو غوره ګام دی خو په وینا یې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او دایمي اوربند دی.