اطلاعات روز: د هېواد کورنیو چارو وزارت وایي، د روژې مبارکې میاشتې جریان کې طالبانو ډلې په خپلو بریدونو او چاودنو کې له ۲۵۰ ډېر ملکیان وژلي او نږدې ۵۰۰ یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نن (سه شنبه، ۲۱ د غویي) ویلي، چې دا شمېر ملکیان په ۱۵ ځانمرګو بریدونو او په نږدې ۲۰۰ واټ غاړې او چسپکي ماین چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ښاغلي ارین همداراز ویلي چې د طالبانو دا بریدونه «جنګي جنایت» حسابیږي. د هغه په وینا، لوګر او کابل ولایتونو کې وروستي بریدونه هم هغه لوی بریدونه ول، چې د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.
د غویي په ۱۸مه د کابل لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي موټربم برید او د غویي په ۱۰مه لوګر پل عالم ښار کې موټربم برید ترسره شول. د رسمي شمېرو پر بنسټ، په دې دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ووژل شول او له ۲۱۰ تنو ډېر ټپيان شول.
هېڅ ډلې تراوسه د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه ن دی اخیستی.
د افغانستان دولت طالبانو ډله د دې بریدونو مسوول ګڼي، خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.
له بلې خوا، کورنیو چارو وزارت ویلي، چې امنیتي ځواکونه د ښار او خوا و شا او د نورو ولایتونو د امنیت ټینګښت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي.
طارق ارین زیاته کړې چې د لویو لارو امنیت لپاره هم تدابیر نیول شوي او امنیتي او دفاعي ځواکونه د «دښمن» له لوري د هر ډول ګواښونو خنثی کولو توان لري.