امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا عدالت ته د سیدالشهدا پر ښوونځي د برید عاملینو راکښلو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل ښار لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي برید «دردناکه او بزدلانه» یاد کړی او عدالت ته او ځواب ویلو لپاره د دې برید د عاملینو (ترسره کوونکي، سازمانوونکي، تمویلوونکي او مالي ملاتړکوونکي) راکښلو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا بیانیه کې، د سیدالشهدا پر ښوونځي برید په سختو ټکو محکوم کړی او د قربانیانو کورنیو او د افغانستان خلکو او دولت سره یې د همدردۍ ښودنه کړې.

په دې بیان کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې نړیوالو قوانینو او د دې شورا اړوند پرېکړه لیکونو سره د ژمنو سره سم، د افغانستان دولت او نورو اړونده بنسټونو سره په فعالې همکارۍ ، عدالت ته د دې بریدونو د عاملینو کشولو لپاره ګام واخلي.

د دې بیانیې له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو ټینګار کړی چې هر ډوله تروریستي ګامونه، په هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا چې کیږي، د توجیه وړ نه دي.

د دې شوار د غړو په وینا، ترهګریزې کړنې نړیواله سوله او امنیت ګواښي او له ترورېزم سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیانه کې راغلي چې د دې شورا غړو افغانستان کې د تاوتریخوالي او د ملکیانو د مرګ – ژوبلې له لوړې کچې اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي پای او د ملکیانو خوندیتوب لپاره یې د تلپاتې هڅو د دوام پر ارزښت ټینګار کړی دی.

دغه راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا د ښوونې پر حق او سولې او امنیت ته د لاسرسي برخه کې د هغې پر رول ټینګار کړی او وروستیو میاشتو کې یې افغانستان کې پر ښوونځیو او د زده کړو پر مرکزونو د «پام وړ» بریدونو او زده کوونو ته د دې بریدونو پر پایلو او د زده کړې له حقه د هغوی [زده کوونکو] پر مخنیوي، ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په همدې حال کې، د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې بیانیې هرکلی کړی او له دې سازمانه یې غوښتي چې د بې مانا تاوتریخوالي زیاتېدو او د ملکیانو وژنې مخنیوي لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

د روانې اونۍ شنبې په ورځ (د غویي په ۱۸مه) د کابل ښار لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي موټربم برید او دوه چاودنې وشوې. د رسمي شمېرو پر بنسټ په دې برید کې له ۵۰ ډېر –په زیات ګمان انجونې زده کوونکې- ووژل شوې او له ۱۰۰ ډېرې ټپیانې شوې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیانیه کې دغه مرګ – ژوبله، ۵۰ وژل شوي او  له ۱۵۰ ډېر ټپیان یاد شوي دي.