کرونا

عامې روغتیا وزارت: د کرونا درېیمې څپې مخنیوي لپاره اختر کې له لاس ورکولو او غاړه غړۍ تېر شئ

اطلاعات روز: د عامې روغتیا وزارت، ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د افغانستان طبي شورا په یوې ګډې خبري ناسته کې له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس درېیمې څپي مهارولو لپاره له لاس او غېږورکولو ډډه وکړئ.

دغه کنفرانس چې نن (چهارشنبه، ۲۲ د غویي) د حکومت رسنیو مرکز کې ترسره شو په کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر ډاکټر وحید مجروح وویل چې د کرونا پر ویروس د اخته کېدو مخنیوي یوازینۍ لاره د ټولنیز واټن ساتنه، د ماسک اغوستل او د حفظ الصحې مراعتول دي.

ښاغلي مجروح وویل: «د روژې وروستۍ اونۍ کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ډېروالي او له دې ناروغۍ د تلفاتو ډېرښت له امله، د هېواد له اوسېدونکو غوښتنه کیږي چې له روغتیایي سپارښتنو په ځانګړي ډول د اختر ورځو کې، د کرونا ویروس له زیات خپرېدو مخنیوی وکړي.»

په ورته مهال، د ارشاد، حج او اوقافو معین مولوي امین الدین مظفري هم په اختر کې د روغتیایي ټکو په مراعتولو ټینګار سره وویل، چې د دې وزارت له نظره، روغتیاپالان د طبابت برخه کې، تخصصي او مسلکي دي او په وینا یې چې دا د خلکو مسوولیت دی چې د دوی هرې نظریې په ځانګړي ډول د کرونا ویروس مخنیوي اړوند لپاره د عمل جامه واغوندي.  

د حکومت رسنیو مرکز خپلې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله لیکلي: «هغه د ټولو جوماتونو له امامانو وغوښتل چې د امکان تر بریده د کمکي اختر لمونځ په ازاده فضا او د ټولنیز واټن په پام کې نیولو او په ممکن کم وخت کې ادا کړي.»

ښاغلي مظفري ټینګار کړی چې د دین هیڅ ځای کې د اختر له لمانځه وروسته د غاړې ورکولو او مچوکولو موضوع نه ده راغلې او یوازې شفاهي مبارکي ورکول بسنه کوي.

 د افغانستان طبي شورا مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل هم اختر ورځو کې د خلکو له خوا د روغتیایي ټکو مراعتولو ټینګار ترڅنګ زیاته کړې چې دا شورا د کرونا ویروس د لومړي، دویمې او اوس درېیمې څپې مدیریت برخه کې، له عامې روغتیا وزارت سره لازمه همغږي لرلې او اوس هم په روغتونونو کې د کرونایي ناروغانو د درملنې او روغتیایي چوپړونو پر وړاندې کولو څار کوي.