نیازی

د طالبانو بېلې شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ټپي شوی

اطلاعات روز: یوه معتبره سرچینه وایي، چې د طالبانو بېلې شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د هېواد لویدیځه حوزه کې سخت ټپي شوی دی.

 دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، اطلاعات روز ته وویل، چې عبدالمنان نیازی د هرات ګذره او ادرسکن ولسوالیو پوله کې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

د سرچینې په وینا، په دې وسله وال برید کې د ښاغلي نیازي دوه نور کسان هم ټپيان او درې نور وژل شوي دي. دې سرچینې زیاته کړه چې مرمۍ د ملا عبدالمنان نیازي پر سر لګېدلې او په ډېرې شونتیا چې یوه سترګه به یې ړنده شي. هغه زیاته کړه چې اوسمهال ښاغلی نیازی د هرات مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایي حالت یې هم ناسم ښودل شوی دی.

تراوسه د هرات سیمه ییزو او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز کوم چا یا ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ملا عبدالمنان نیازی د ملا محمدرسول په مشرۍ د طالبانو بېلې شوې او د ملا هیبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو تحریک سرسخته مخالفې ډلې مرستیال دی. په ځلونو د نیازي کسانو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

د ملا عبدالمنان اډه د ادرسکن او ګذره ولسوالیو تر منځ په پوله د هرات په غرونو کې موقعیت لري. دې اډې ته تلل مشکل دي.