اطلاعات روز: د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي، د کمکي اختر دوه اړخیزه اوربند پای وروسته یې هلمند ولایت کې په تېرو شاوخوا لسو ساعتونو کې د مارجې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول او د لښکرګاه ښار نوي مسوول «محسيني» په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژلي دي.
یاد قول اردو د نن (یکشنبه، ۲۶ د غویي) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کوچني اختر د اوربند پای سره یې خپل چانيز او تعرضي عملیات د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار او ځینو ولسوالیو کې پیل کړي دي.
یاد قول اردو لیکلي: «دغه عملیات د لښکرګاه ، ناوه او نهرسراج ولسوالیو په لویدیځ برخو کې یوځل بیا پیل شوي. د افغانستان دفاعي ځواکونه په هیواد کې د تروریستانو ځپلو او له مینځه وړو ته ژمن دي.»
دوی په یوې بلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دغو پیل شویو عملیاتو کې یې د لښکرګاه ښار د حملو او د مارجې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژلي دي.
دوی لیکلي: «افغان دفاعي ځواکونو د تېرو لسو ساعتونو د تعرضي عملياتو له پيل څخه د هلمند ولايت لښکرګاه غربي سيمو او د نهرالسراج په ولسوالۍ کې؛ د مارجې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤول او د لښکرګاه ښار نوي مسؤول محسيني په ګډون، ۲۰ طالب ترهګر وژل شوي دي.»
یاده خبرپاڼه زیاتوي، د دې عملياتو په لړ کې ۱۳ نور طالبان ټپيان شوي او همدارنګه په دې عملیاتو کې يو باب د ماين جوړونې ډيپو، ۱۴ کړۍ ماينونه او ۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اخوا بیا د پکتیا امنیتي چارواکي د دې ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې په هوایي برید کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.
دغه چارواکي وايي، د اوربند له پای ته رسېدو سره سم نن سهار وختي شاوخوا ۴ بجې د ډنډې پټان ولسوالي اړوند مقبلو درې په «څکي» سيمه کې د هوايي بريد له امله پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته وويل، چې طالبانو د غره په يوې لوړه نقطه باندې دهشکه نصب کړې وه او د امنيتي ځواکونو په پوستو به يې ډزې کولې، چې افغان ځواکونو پرې هوايي بريد کړی او په خبره يې چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ د هغوی ځينې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي. د کوچني اختر لپاره دا لومړۍ امنيتي پېښه ده، چې د سويل ختيځ زون ولايتونو کې رامنځته کيږي.