کابل او اتو ولایتونو ته وارداتي برښنا بېرته ونښلول شوه

اطلاعات روز: د افغانستان برښنا شرکت وایي، د کابل ښار اوولسمه ناحیه کې د وارداتي برښنا مزی بېرته ونښلول شو.

یاد شرکت نن (یکشنبه، ۲۶ د غویي) پر خپلې فیسبوکپاڼې خپرې کړې یوې خبرپاڼه کې ویلي، د برښنا دغه مزی چې د اوولسمې ناحیې اړوند طلایي ښارګوټي ته څېرمه په بمونو الوزول شوې وه، نن بېرته د لنډمهال لپاره ونښلول شوه او پر چپې شوې ستنې د رغولو کار روان دی.

دغه پایه چې وړمه شپه د ناڅرګنده کسانو له خوا په بمونو له منځه وړل شوې وه، د کابل په ګډون اتو ولایتونو ته له هېواده بهر راغلې برښنا یې پرچاو کړې وه.

برښنا شرکت زیاتوي، چې د دې پايې او د کابل ولایت په کلکانو ولسوالۍ کې د بلې پايې پر ترمیم چې څو ورځې وړاندې د چاودنې له امله ویجاړه شوې وه، کار په «جدي» توګه دوام لري.

یاد شرکت لیکلي: «د یادونې وړ ده چې په تیرو دوو اونیو کې د هیواد د دښمنانو او د ملي شتمنیو وراونوونکو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا ۱۳ پایې ویجاړې او یا هم زیانمنې کړې دي، چې د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ اتلانو د روژې په مبارکه میاشت او د اختر په ورځو کې له کوم ځنډ پرته سیمې ته وردانګلي او د درنو هېوادوالو د کورونو د روښانولو لپاره یې په وخت کړندې ګامونه اخیستي او د نوموړو پرې شويو مزو او د برېښنا د ړنګو شویو پایو د بیارغولو چارې یې په چټکۍ او له کوم ځنډ پرته ترسره کړې دي.»

د افغانستان برېښنا شرکت د رهبرۍ پلاوی په دغې خبرپاڼه کې له امنیتي ارګانونو څخه په «جدې» توګه غوښتنه کړې، چې د برښنا د تاسیساتو او شبکو په ساتنه کې کلکه پاملرنه وکړي، ددې پېښو عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

دغه راز له خلکو هم غوښتي چې د ملي شتمنیو ساتلو کې مرستندویه و اوسي.