د دولت شاه ولسوال

د لغمان دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان په خپلې وسلې وژل شوی

اطلاعات روز: د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالظاهر اتل د خپلې «هشتاد دو» وسلې چاودنې له امله وژل شوی دی.

د لغمان والي رحمت الله یارمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، چې د دې ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان نن (یکشنبه ۲۶ د غویي) سهار شاخوا اووه بجې، چې غوښتل یې پر وسله والو طالبانو د ۸۲ په وسلې برید ترسره کړي، خو د تخنیکي ستونزې له امله پرې دغه مرمۍ چاودلې ده او خپل ژوند یې په کې بایللی دی.

رحمت الله یارمل وایي، چې نوموړی لومړی ټپي او بیا یې له څو ساعتونو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. نوموړي دغه راز وویل، چې په دې پېښه کې د نوموړي یو بل سرتیری هم وژل شوی دي.

رحمت الله یارمل  زیاته کړه: «نن سهار د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قومندان غوښتل چې پر وسله والو طالبانو د توپ مرمۍ وتوغوي چې د تخنیکي ستونزې له امله یې پرې چاودنه کړې چې له امله یې دولت شاه امنیه قومندان او یو بل سرتیری وژل شوي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دولت شاه د لغمان یو له ناامنه ولسوالیو شمیرل کیږي، چې په دې وروستیو په کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر ضد چانیز عملیات هم پیل کړي دي.