پکتیکا

د پکتیکا تروې ولسوالۍ کې هېڅ دولتي ښوونځی نشته

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیکا په تروې ولسوالي کې ټول ۱۲ ښوونځي له تېرو اتلس کلونو راهیسې تړل شوي دي، ځايي خلک یې وايي، ځوانان او ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي او له حکومته د یادو ښوونځیو د فعالیدو او ورته د ښوونکو او کتابونو د ورکړې جدي غوښتنه کوي.

تروې د پکتیکا هغه ولسوالي ده، چې اوسېدونکي یې د دې ترڅنګ له ګڼو نورو اسانتیاوو هم بې برخې دي، خو پوهنې برخې ته یې هیڅ پام نه دی شوی او د ځايي خلکو په خبره چې د ښوونځیو امتیازات یې هم د چارواکو جیبونو ته ځي.

د دې ولسوالي قومي مشر شېر محمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پوهنې ریاست د توپیري چلند له امله له تېرو ۱۹ کلنو راهیسې د دوی ولسوالي د پوهنې له اړخه هېره کړې او د ښوونکو معاشونه هم د فساد له امله د نورو جیبونو ته ځي.

نوموړی زیاتوي، چې له ۱۲ ښوونځیو څخه یې یو هم ودانۍ، ښوونکي او درسي کتابونه نه لري، چې هلته پکې ماشومان زده کړې وکړي.

هغه وویل: «مونږ ته حکومت په تېرو ۱۹ کلونو کې هیڅ هم نه دي کړي، مونږ ټول د دې علاقمند یو، چې ماشومان مو تعلیم وکړي او د تعلیم له لارې خلکو ته خدمت وکړي، خو څه وکړو، خپله دومره توان نه لرو، چې د ښوونځي ودانۍ جوړه کړو او یا یې ښوونکو ته له شخصي جېب څخه تنخوا ورکړو، زه به دومره درته ووایم، چې په تروې کې هیڅ ښوونځی نشته.»

نوموړی زیاتوي، چې له ۱۲ ښوونځیو څخه یې یو هم ودانۍ، ښوونکي او درسي کتابونه نه لري، چې هلته پکې ماشومان زده کړې وکړي.

د تروې ولسوالي یو بل اوسېدونکي محمد ذکریا بیا وايي، چې دوی په ټوله ولسوالي کې د یو ځوان له خوا جوړ کړی محلي ټولګی لري او د هغه په وینا چې په دې ټولګي کې هم هغه ماشومان زده کړې کوي، چې کورنی اقتصاد یې ښه وي.

ذکریا اطلاعات روز ته زیاته کړه، چې د لرې بندېدو له امله یې له مرکز ښرنې تروې ولسوالي ته ښوونکي د دندې ترسره کولو لپاره زړه نه ښه کوي.

هغه وايي: «مونږ دلته د پوهنې په برخه کې ډېرې ستونزې لرو، زمونږ ولسوالي د پکتیکا چارواکي هیڅ د پکتیکا په خاوره کې نه حسابوي، که مونږ یې خپل خلک ګڼلی، نو په تېرو ۱۹ کلونو کې کې به یو چارواکی راغل وای، د پوهنې برخه کې خو طالبان هیڅ مشکل نه لري، نو ولې بیا هم پوهنې ریاست مونږ ماشومانو ته پام نه کوي او هېر کړي یې یو.»

د دې ولسوالي ځايي اوسېدونکي له حکومت او اړونده ادارو غواړي، چې د پوهنې په برخه کې یې ستونزو ته پام وشي، د ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړېدل، د ښوونکو او درسي کتابونو ورکړه یې مهمې غوښتنې دي.

۲۰ کلن امین الله هغه ځوان دی، چې تر اوسه د خپل ژوند په تېره شوې دوره کې د ښوونخي او زده کړو په تمه ناست دی، هغه وايي، په دې ارمان دی، چې زده کړې وکړي او په خپله سیمه کې د روغتیا په برخه کې ولس ته خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اقتصادي ستونزو له امله د دې توان هم نه لري، چې په جوړ شوي محلي ټولګي کې زده کړې وکړي.

امین الله په دې اړه وايي: «زه اوس بېسواده رالوی شوم، ما ارمان درلود، چې په سیمه کې یو ښه عصري ښوونځی ولرو او هلته پکې زده کړې وکړو، خو په همدې تمه کلونه تېر شول، نه راته چا ښوونځی جوړ کړ او نه مو هم چا غږ واورېده، زما په شان ډېر ځوان همداسې رالوی شول، ټول اوس همداسې ګرځي او تعلیم نه لري.»

د تروې ولسوالي یو بل اوسېدونکي محمد ذکریا بیا وايي، چې دوی په ټوله ولسوالي کې د یو ځوان له خوا جوړ کړی محلي ټولګی لري او د هغه په وینا چې په دې ټولګي کې هم هغه ماشومان زده کړې کوي، چې کورنی اقتصاد یې ښه وي.

په تروې ولسوالي کې د محلي ټولګي زده کوونکی محمد عظم اطلاعات روز سره په ځانکړو خبرو کې وویل، چې دوی په یاد ټولګي کې یو ښوونکی لري او د میاشتې ورته ۵۰۰ افغانۍ فیس ورکوي، هغه زیاتوي، که یې په سیمه کې دولتي ښوونځي جوړ شي، نو ګڼ ماشومان به زده کړو ته مخه کړي.

نوموړی له چارواکو او د پوهنې ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي، چې تروې کې ثبت ۱۲ ښوونځي فعال او ورته اړونده امکانات برابر کړي.

هغه وویل: «مونږ دلته د «اقرا» په نوم شخصي ښوونځی لرو، یو ښوونکی راته درس وايي او د هرې میاشتې مونږ ۵۰۰ افغانۍ فیس ورکوو، دلته شاګران کم دي، ځکه د فیس د ورکړې وس نه لري، که مونږ ته ښوونځي جوړ شي، نو له دې ستونزې به د تل لپاره خلاص شو.»

په همدې حال کې بیا په تروې ولسوالي کې د شخصي ټولګي مسوول او ښوونکی محمد یونس وايي، د شخصي ښوونځي په نوم په جوړ کړي ښوونځي له دوی سره د تروې ولسوالي د بېلابېلو سیمو ۳۰ زده کوونکي شامل دي، چې هغوی ته د سهار له خوا درس ورکول کیږي.

هغه زیاتوي، چې دوی هم په نشت امکاناتو دا ټولګي جوړ کړی او خلک هم ورته له زده کړو سره د زیاتې مینې له امله خپل ماشومان را لیږي.

نوموړي وویل: «مونږ دلته د اقرا په نوم یو ښوونځی جوړ کړی دی، دلته هم امکانات ډېر کم دی، زه په خپله ورته درس ورکوم، ۳۰ زده کوونکي تر اوسه راسره شامل شوي دي، خلک بېوزله دي، یوازې هغه ماشومان راسره شامل دي، چې له اقتصادي وضعه یې ښه وي.»

په دې ولایت کې یوازې یو خصوصي ښوونځی شته چې یوازې ۳۰ زده کوونکي لري.

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایتي چارواکي او د دې ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم د خلکو ستونزې پر ځای بولي او د ښوونځیو د بندېدو لامل د ښوونکو کموالی په ګوته کوي، دوی ډاډ ورکوي، چې په نږدې وخت کې به په تروې ولسوالي کې ټولو غیر فعاله ښوونځیو ته ښوونکي او درسي کتابونه واستول شي.

د پکتیکا والي جیب الرحمان څمکني اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی د تروې ولسوالي لپاره پلان جوړ کړی، چې هلته تړلي ښوونځي بیرته پرانیزي او ورته ټول امکانات برابر کړي.

ښاغلي څمکني داسې وویل: «مونږ د تروې ولسوالي د خلکو او ماشومانو ستونزې منو، دوی ته څومره چې لازمه ده، د پوهنې په برخه کې پام نه دی شوی، خو د دې ولسوالي اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم، چې هلته به تړلي ۱۲ ښوونځي د زده کړو په مخ خلاصیږي، ښوونځیو ته ودانۍ، ښوونکي، درسي کتابونه او نور امکانات به ټول ورته مونږ برابرو.»

په ورته مهال بیا د پکتیکا د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد وايي، چې په تروې، وړممۍ او وازې خوا ولسوالیو کې د ښوونکو لویه ستونزه د معاشونو پر وخت نه حواله کېدل و، چې د هغه په وینا دا ستونزه یې هواره کړې او له دې وروسته به ښوونکو ته د بانک له لارې معاشونه استول کیږي.

نوموړی وايي: «مونږ له دې وړاندې د ښوونکو معاشونو برخه کې ډېره ستونزه درلوده، هلته چې ښوونکو دندې ترسره کولې، دوی ته به پر وخت معاشونه نه استول کېدل، خو اوس مو دا ستونزه تر یو برېده هواره کړې او د پکتیکا ټولو ښوونکو ته به د دوی معاش د پانک له لارې حواله کیږي.»

د پکتیکا په تروې ولسوالي کې یوازې یو شخصي ښوونځی موجود دی، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله هلته پکې یوازې د ګوتو په شمېر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، د دې ترڅنګ وازې خوا، وړممۍ او زرغون شهر هغه ولسوالي دي، چې د نا امنیو او د پوهنې ریاست د مسوولینو د نه پاملرنې له امله یې د پوهنې وضعیت ډېر خراب دی.