لغمان

لغمان کې تندر پرېوتو دوه تنه وژلي

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله دوو تنو خپل ژوند بایللی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پرون ماسپښین (یکشنبه، ۲۶ د غویي) شاوخوا درې بجې د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهار باغ په «مفتي کلا» سیمه کې د تندر پریوتو له امله د حسیب الله او نصیر په نوم دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دولتزي زیاته کړه: «ماسپښین درې بجې د لغمان قرغیو ولسوالۍ اړوند چهارباغ سیمه کې د باران پرمهال د تندر لویدو له امله دوه تنو خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»

دا په روانه میاشت د تندر پریوتو دویمه پېښه ده، چې لغمان کې رامنځته کیږي. له دې څو اوونۍ وړاندې هم د قرغیو ولسوالۍ کې د ورته پېښې له امله یوې میرمنې خپل ژوند پایللی و.