نسیم ولي خان

ننګرهار کې د بېګم نسیم ولي خان د فاتحې مراسم؛ «د نسیم بېګم مړینه د پښتنو لپاره لویه ضایع ده»

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د باچا خان په مزار کې د عوامي ملي ګوند پخوانۍ مشرې بېګم نسیم ولي خان فاتحه واخیستل شوه.

د فاتحې په دې مراسمو کې د دې ولایت د چارواکو ترڅنګ ولسي استازو، دیني عالمانو، عامو خلکو او مېرمنو هم ګډون کړی وو.

والي ضياءالحق امرخېل نن (سه شنبه ۲۸ د غویي) په دې مراسمو کې د بېګم نسيم ولي خان مړينه لويه ضايعه وبلله او د دې مبارزې مېرمنې د ژوند، سياست، هلو ځلو او فکري ويښتيا برخه یې د پښتنو لپاره یو ویاړ وباله.

امرخیل زیاته کړه: « د باچا خان فکر سوله ییز دی، د هغه فکر له اسلام اخیستل شوی و، په هېواد کې ډېرې جګړې وشوې، خو نن د هغه د فکر لار تقعيبيږي او د سولې خبرې روانې دي او د نسیم بیګم مړینه د پښتنو لپاره لویه ضایع ده ځکه دې په داسې شرایطو میرمنو ته مبارزه کړې چې سخت حالات و او ستونزې ډيرې وې.»

والي ضياءالحق امرخېل په دې مراسمو کې د بېګم نسيم ولي خان مړينه لويه ضايعه وبلله او د دې مبارزې مېرمنې د ژوند، سياست، هلو ځلو او فکري ويښتيا برخه یې د پښتنو لپاره یو ویاړ وباله.

په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼي د بېګم نسيم ولي خان مړينه د پښتونو لپاره لويه ضايعه وبلله.

هغه وويل، نوی نسل بايد له شته ستونزو د خلاصون په پار د دا ډول شخصيتونو تګلاره تعقیب کړي.

خوږیاڼی زیاتوي: «د پښټونو لپاره د بیګم نسیم مړینه لویه ضایع ده ځکه هغې د پښتونو میرمنو لپاره په سختو شرایطو کې کار وکړ او له ګڼو محدودیتونو سره په دې بریالۍ شوه، چې خپله مبارزه ګړندۍ وساتي او د پښتونو میرمنو لپاره کار وکړي، نوموړې د سیاست په برخه کې میرمنو ته ډیر څه په میراث پریښودل.»

د پښتون مبارز عبدالغفار خان (باچا خان) انګور او د خان عبدالولي خان مېرمن او د عوامي نشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسيم ولي خان وړمه ورځ د ۸۵ کلونو په عمر مړه شوه.

د پښتون مبارز عبدالغفار خان (باچا خان) انګور او د خان عبدالولي خان مېرمن او د عوامي نشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسيم ولي خان وړمه ورځ د ۸۵ کلونو په عمر مړه شوه.

د نوموړې جنازه تېره یکشنبه مازدیګر شپږ بجې د چارسدې «ولي باغ» کې ترسره شوه.

د مېرمن نسیم ولي خان د مړینې د خبر تر اعلان وروسته، ولسمشر محمداشرف غني هم په خپل غبرګون کې د هغې پر مړینه خپګان ښودلی و.

مېرمن نسیم ولي خان د خان عبدالولي خان دویمه مېرمن وه، هغې په ۱۹۷۵ کال د پاکستان سیاست ته مخه کړه او په ۱۹۷۷ کال پاکستان کې لومړنۍ ښځه وه چې له خیبر پښتونخوا د پاکستان پارلمان ته بریالۍ شوه.