هلمند

لښکرګاه له څلورو خواوو د طالبانو تر برید لاندې؛ سلګونه هلمندي کورنۍ بې ځایه شوي

خبریال: لطف علي سلطاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

د هېواد سوېل کې هلمند ولایت په دې ورځو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهد دی. طالب جنګیالیو د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار له څلورو خواوو بریدونو پیل کړي دي او د ښار شاوخوا ډېرې سیمې د جګړې په ډګر بدلې شوي دي. په دې نښتو کې تراوسه په سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د هلمند د خلکو استازي وایي، چې اوسمهال نښتې په درېیمه او لسمه حوزو او د ښاروالۍ سیمه کې روانې دي او جګړه د ولایت مقام تر یو کیلومټرۍ رسېدلې ده.

د هلمند خلکو استازي غلام ولي افغان اطلاعات روز ته وایي، چې طالبانو له څلور خواوو پر لښکرګاه بریدونه پیل کړي او ښار تر «ډېر لوړ» ګواښ لاندې دی. له دې سره ښاغلي افغان وایي، چې دولتي ځواکونه په ټول توان له ښاره دفاع کوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي او له ښاره بېرون خوا ته یې پرمختګ کړی دی: «له اختر وړاندې پرتله اوس د امنیتي ځواکونو حالت غوره دی. امنیتي ځواکونو پرمختګ لرلی دی او د طالبانو د مخکې تګ مخه یې هم  نیولې ده.»

طالبانو ډلې د مې له لومړۍ د هېواد پر اوو ولایتونو خپل پراخ بریدونه پیل کړل. هلمند، کندهار، غزني، بغلان، هرات او زابل هغه ولایتونه ول چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد ول. د هېواد ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره اونۍ وویل چې د طالبانو دغه بریدونه له ماتو سره مخ شوي دي.

له دې وړاندې د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج هم ویلي و چې طالبان هڅه کوي د هېواد یو دوو ولایتونو نسکورېدو سره، د دې ډلې رهبري له پاکستانه افغانستان ته راولېږدوي.

اوس ملي دفاع وزارت هم وایي، چې طالبانو پر لښکرګاه برید سره هوډ لره چې دا ښار سقوط کړي، خو کوم کار یې و نه شو کولی او برنامه یې له ماتې سره مخ شوه.د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي اطلاعات روز سره خبرو کې وویل، چې طالبانو شاوخوا لس ورځې وړاندې پر لښکرګاه بریدونو سره، هوډ درلوده چې دغه ښار نسکور کړي خو ویې نه شو کولی. هغه ډاډ ورکوي چې لښکرګاه ساتل کیږي او طالبان به ماتې خوري. د هغه په وینا د لښکرګاه ښار شاوخوا کې د دولتي ځواکونو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې، طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. هغه وویل: «تېره ورځ په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د طالبانو د کلیدي وګړو په ګډون د دې ډلې ۳۰ تنه ووژل شول.»

د هلمند جګړه شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پیل شوه. له اختر او اوربند ټینګښت وړاندې ملي دفاع وزارت وویلې چې طالبانو ته درنې مرګ – ژوبلې اوښتي او د دې ډلې مهمو وګړو په ګډون، بهرني ترهګر او د القاعده شبکې غړي هم وژل شوي دي.

د درې ورځني دوه اړخیزه اوربند له پای وروسته، د هېواد سوېل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو اعلان کړه چې دولتي ځواکونو هم مهاله د لښکرګاه ښار په لویدځو سیمو، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې خپل عملیات پیل کړي دي.

ولسمشر محمداشرف غني هم د اوربند پای سره په ټیلیفوني خبرو کې د پوځ قوماندانانو ته لارښوونه کړې چې که طالبان اوربند و نه کړي او جګړې ته دوام ورکړي، د هېواد هرې برخه کې دې وځپل شي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک اطلاعات روز ته وویل، چې د لښکرګاه ښار شاوخوا سیمو کې د دولتي ځواکونو عملیات پیل شوي دي او دولتي ځواکونو د پرمختګ حال کې دي. د هغه په وینا د لښکرګاه شاوخوا کې دغه عملیات د تېرې ورځ سهار پیل شوي دي او تر بشپړې پاکۍ به دوام ولري.

د لښکرګاه ښار کې ډېر شمېر کورنۍ بې ځایه شوي دي. د ښاغلي ځواک په وینا، ډېری بې ځایه شویو د لښکرګاه ښار ته پناه وروړې. ښاغلي ځواک د بې ځایه شویو کره شمېر وړاندې نه کړ او ویې ویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د هلمند جګړو کې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي. انځور: له ټولنیزو شبکو

په همدې حال کې ولسي جرګه کې د هلمند خلکو استازی غلام ولي افغان وایي، روانه جګړه کې ځینې ملکي کسان وژل شوي او ټپيان دي. هغه د دغې مرګ – ژوبلې شمېر په اړه و نه ویل، خو ویې ویل چې ډېری دغه وګړي د طالبانو له خوا د ځای پر ځای شویو بمي چاودنو او د ملکي وګړو پر کورونو د دې ډلې هاوان مرمۍ لګېدو له امله وژل او ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې جګړه کې خلکو ته ډېر مالي زیانونه هم اووښتي دي. د هغه په وینا هلمند له هغو ولایتونو دی چې ډېری وګړي یې په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او د سلګونه کورنیو په بې ځایه کېدو سره د هغوی مالونه او کرنیزې ځمکې یا له منځه تللي او یا هم د له منځه تلو حال کې دي.

له شاوخوا دوه اونیو راهیسې، لښکرګاه ته ملکي پروازونه هم درېدلي دي. د والي ویاند عمر ځواک وایي، د دې لپاره چې د هوایي ډګر شاوخوا جنګ روان دی، د مساپرینو او الوتکو خوندیتوب لپاره پروازونه درېدلي دي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي، ملي شورا او ولایتي شورا غړي او ملي دفاع وزارت ټول له یو څه ډاډه دي او هغه دا چې د لښکرګاه د سقوط ګواښ له منځهه تللی دی.

دهلمند ولایتي شورا غړی عبدالاحد سلطانزوی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، چې امنیتي ځواکونه لښکرګاه کې د پرمختګ حال کې دي او ډاډ شته چې د لښکرګاه د نسکورېدو خطر له منځه تللی دی. د هغه په وینا ښار کې کافي ځواک شتون لري او هوایي او ځمکني بریدونه هم دوام لري؛ له دې سره لرې ده چې ښار دې سقوط وکړي.

د هېواد سوېل کې هلمند ولایت تل ناامنه و. د ښاغلي سلطانزوی په وینا، د دې ولایت سنګین، موسی قلعه، کجکي، بغران او ګرمسېر ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو واک کې دي او د نورو ولسوالیو هم یوازې مرکزونه یې دولت سره دي.