عبدالله

عبدالله: افغانستان کې سوله سیمه کې د لویو طرحو او د چین د یوه کمربند او یوې لارې پلي کېدو په مانا ده

اطلاعات روز: د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، افغانستان کې سوله په سیمه کې د لویو طرحو او پروګرامونو او د چین جمهوریت د یوه کمربند او یوې لارې د پلي کېدو په مانا ده.

د یو کمربند او څلورلارې طرحه د چین د ولسمشر شي جین پینګ ده. چین په دې طرحې سره غواړي اویا هېوادونو کې د نړۍ دوه درېیمه برخه نفوس د ځمکنیو کرښو شبکې (کمربند) او د سیندونو له لارې سره ونښلوي.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټرعبدالله عبدالله نن (چهارشنبه، ۲۹ د غویي) مخکې له غرمې د چین خلق جمهوریت د سفارت، د چین د نړیوالو معاصرو مطالعاتو د مرکز او د افغانستان او چین د دوستۍ ټولنې له خوا د چین د کمونیست ګوند د سلمې کلیزې او د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۲ کلیزې په مناسبت د (د تېرو سلو کلونو په مورد بحث او له افغان سولې ګډ ملاتړ) تر عنوان لاندې په جوړ شوي سیمینار کې ګډون او خبرې وکړې.

له ملي پخلاینې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغانستان او چین ترمنځ د حسنه او ګډو اړیکو پر اهمیت او د دې اړیکو پر تحکیم ټینګار وکړ او په دې مرحله کې یې له افغان سولې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

اعلامیه وایي: «د ملي مصالحې عالي شورا رییس د افغانستان له ستراتیژیک موقیعت او د دې موقیعت پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې او د شته فرصت څخه په ښې ګټې اخیستنې او د ننګونو پر وړاندې په مقابله کې یې د دواړو هېوادونو په ګډې همکارۍ خبرې وکړې.»

د اعلامیې له مخې، ښاغلي عبدالله په ټینګار سره وویل، چې په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د سولې او ثبات په مانا ده او زیاته یې کړه، له ۲۰۰۱ کال وروسته یې هڅه وکړه، چې د هېواد ستونزې حل کړو، سره د ستونزو اوسني افغانستان تغیر کړی، موږ مادي او معنوي ډېرې پانګې د چین او سیمې سره د همکارۍ لرو، پدې اساس باید د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډې هڅې وکړو، اما سوله په یو اړخیز ډول ممکنه نده دا د قضیې د دواړه خواوو ګډې ژمنتیا ته اړتیا لري.

عبدالله عبدالله ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د لویو طرحو او پروګرامونو او د چین جمهوریت د کمربند او څلور لارې د طرحې تطبیق په مانا ده او زیاته یې کړه، افغانان سوله غواړي او موږ د خپلو خلکو د دې ارمان د پوره کېدو لپاره په ملي مصالحې عالي شورا کې هڅې کوو.»

اعلامیه وایي، چې ښاغلي عبدالله دغه راز ویلي چې د ستونزو او د تاوتریخوالې په ډېرېدو سره هڅې کوي، څو یوه اجماع، له سولې ولسي ملاتړ او سیاسي حل لاره ومومي.