افغاني غالۍ

افغاني غالۍ چې نړیوالو بازارانو کې د پاکستان په نوم پلورل کیږي

خبریال: جان اغا صالح

ننګرهار کې غالۍ اوبدونکي وایي، د دوی په لاس جوړې شوې قالینې په اروپایي بازارونو د پاکستان په نوم پلورل کیږي.

 د غالۍ اوبدونکو په خبره د امکاناتو د نه شتون له امله نه شي کولای په خپل لاس جوړې شوې افغاني قالینې اروپایي بازارونو ته وړاندې کړي. دوی وایي، ډیر کله یې تولید شوې قالینې پاکستاني سوداګر اخلي او بیا یې په اروپایي بازارونو د پاکستان په نوم پلوري.

شفیع الله یو له هغه غالۍ اوبدونکو دی چې له تیرو څو کلونو راهیسې د قالین اوبدلو په صنعت بوخت دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، افغاني قالینې په اروپایي هیوادونو کې ځانګړی نوم لري او د دغه صنعت د پرمختیا لپاره حکومت ته لازمه ده، چې په ملي او نړیواله کچه غالیو ته بازار موندنه وکړي.

شفیع الله زیاتوي: «کومې قالینې چې مونږ تولیدو نو ډیر زیات مینوال لري پاکستاني سوداګر یې له مونږ اخلي او بیا یې اروپایي هیوادونو ته وړي بیا یې هلته په خپل نوم نورو هیوادونو ته صادروي، دې چارې ستونزې پیدا کړي دي، زمونږ له حکومت غوښتنه دا ده چې مونږ ته لازم امکانات راکړي تر څو وکولای شو، چې لا ښې قالینې بازار ته وړاندې کړو امکانات نشته نو ځکه یې بهرنیو بازارونو ته نشو وړاندې کولای.»

اغالۍ اوبدونکي وایي، فغاني قالینې په اروپایي هیوادونو کې ځانګړی نوم لري او د دغه صنعت د پرمختیا لپاره حکومت ته لازمه ده، چې په ملي او نړیواله کچه غالیو ته بازار موندنه وکړي.

ننګرهار کې د قالین اوبدونکو اتحادې د مالوماتو له مخې اوسمهال په دې ولایت کې د قالین اوبدلو شاوخوا شل لوی او وړې کارخونې فعالیت کوي چې، په کې سلګونه میرمنو ته په کور دننه د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

په دې کار خونو زیاتره یې هغه میرمنې دي چې د کورنۍ له نورو چارو ترسره کولو سره سره د قالین اوبدل هم کوي. عایشه یوه له هغه قالین اوبدونکو ده، چې تیر کال له پاکستان راستنه شوې او اوسمهال په کور دننه د قالینو پر جوړولو بوخته ده.

اغلې عایشې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، کورنۍ اقتصاد یې ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دی، خو له حکومت غوښتنه کوي، چې دوی په لاس جوړو شویو تولیداتو ته دې د مناسب بازار په لټه کې شي.

عایشې زیاته کړه: «ما د قالین اوبدلو کار په پاکستان کې زده کړې هلته به مو هم کار کاوه، خو یو نیم کال به شاوخوا کیږي خپل هیواد ته راغلي یو دلته مو هم د قالین بافۍ کسب ته مخه کړې، د کور چارې هم سمبالوم او قالین بافي هم کوم ورځ تر بلې کار ښه کیږي، خو بیا له حکومت غواړو چې زمونږ په لاس تولیداتو ته دې بازار موندنه وکړي او دې برخې ته ډیر پام وکړي ځانګړي وسایل باید راکړل شي.»

ښځينه غالۍ اوبدونکي وایي، چې د غالیو اوبدلو سره یې کورنی اقتصاد ښه شوی دی.

بل لور ته په ننګرهار کې د قالین اوبدلو د اتحادې مشر شریفه احمدزۍ وایي، اوسمهال سلګونه میرمنې په جلال اباد ښار او لیرې پرتو ولسوالیو کې په خامک دوزۍ، قالین بافۍ او نورو برخو کې په کار بوختې دي.

هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پر حکومت نیوکه کوي، چې میرمنو ته یې په سوداګریزه برخه کې پام نشته.

احمدزۍ زیاتوي: «سختې او ستړې همدا میرمنې تیروي او قالین بافي کوي، خو تر ډیره یې ګټه هغه چا ته رسیږي چې د دوی په لاس جوړې شوې قالینې له دوی په کمه بیه اخلي او بیا یې په نړیوالو بازارونو کې پلوري، زمونږ غوښتنه دا ده چې باید قالین اوبدونکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا برخه پیاوړې کړي، چې ترڅو وکولای شو مونږ خپل تولیدات نړیوالو بازارونو ته هم وړاندې کړو.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام له لارې د قالین اوبدلو په برخه کې نیږدې درې زره میرمنو ته زمینه برابره کړې ده.

د ننګرهار د کلیو او پراختیا رییس امان الله میاخیل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې یې پر هغه کورنیو د قالین اوبدلو ځانګړې دستګاوې ویشلي چې په دې برخه کې یې مهارت درلود.

د ننګرهار د کلیو او پراختیا رییس امان الله میاخیل وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې یې پر هغه کورنیو د قالین اوبدلو ځانګړې دستګاوې ویشلي چې په دې برخه کې یې مهارت درلود.

میاخیل زیاته کړه: «مونږ په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې پر زرو هغه کورنیو د قالین اوبدلو ځانګړي وسایل ویشلي، په یاده برخه کې یې ځانګړی مهارت درلود او تازه له پاکستانه راستانه شوي وو، مونږ لا هڅه کوو چې د قالین اوبدلو صنعت ته ځانګړې پاملرنه وکړو هغه د بازار موندنې په برخ کې وي او یا په نورو برخو کې وي، اوسمهال نیږدې درې زره کورنیو ته د کار زمینه برابره شوې ده په قالین بافۍ برخه کې.»

نوموړی همداراز وایي، ډیرو هغو میرمنو د غالیو اوبدلو صنعت له لارې خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کړی، چې له دې وړاندې له اقتصادي ستونزو کړیدې.

میاخیل زیاتوي: «د قالین اوبدولو صنعت دلته ډیر ښه پرمختګ کړی او ورځ تربلې مخ په ښه کیدو دی، ځکه اوس میرمنې هم په ځان خود کفا شوي او له دې لارې یې خپله کورنۍ له اقتصادي اړخه ډیره پیاوړې کړې دي، له دوی سره د کورنۍ نور غړي هم په کار بوخت دی.»

نوموړی وایې، تیر کال یې د قالین اوبدلو له لارې شاوخوا یوولس میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي وو، چې ورسره ډیری هغو کورنیو اقتصاد هم ښه شوی، چې له دې وړاندې له اقتصادي ستونزو کړېدې.