رحماني

رحماني د فاریاب لاریونونو په اړه: سیاسیون باید د خپلو شخصي ګټو لپاره خلک بې اتفاقه نه کړي

اطلاعات روز: د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني فاریاب کې د نوي والي پر ضد د دې ولایت خلکو وروستیو لاریونونو په اړه وایي، سیاسیون او سیاسي جریانونه باید د خپلو شخصي ګټو عملي کولو لپاره خلک بې اتفاقه نه کړي.

د ولسي جرګې مشر دغه خبرې نن (چهارشنبه، ۲۹ د غویي) د جرګې په عمومي غونډه کې په فاریاب کې د خلکو له خوا وروستي وسله وال لاریونونه اندېښمنوونکي وبلل او له حکومت، سیاسیونو او فاریاب کې له نورو چارواکو یې وغوښتل چې هر څه ژر د فاریاب «کړکېچن» حالت ته د پای ټکی کېږدي.

میررحمان رحماني زیاته کړه: «افغانان باید د څلور لسیزو جنګ، بې وزلۍ او نورو هېوادونو ته له کډوالۍ د پند درس اخیستی وي، افغانستان د ټولو کور دی. ملي یووالی او مقابل درناوی هېواد له دې کړکېچن حالته باستلی شي، نو د ملت خونې له ادرسه پر سیاسیونو او سیاسي جریانونو غږ کوو چې نه باید د خپلو شخصي ګټو لپاره خلکو کې بې اتفاقي راولي.»

فاریاب کې پرون ځینې لاریونوال له سپکو او درنو وسلو سره راووتل.

له تېرو پنځو ورځو فاریاب کې د حکومت له خوا د نوي والي محمدداود لغماني د ګمارل کېدو پر ضد لاریونونه روان دي، پرون بیا ځینو خلکو له خپلو سپکو او درنو وسلو سره په دې لاریونونو کې ګډون وکړ او حکومت یې وګواښه چې له خپلې پرېکړې تېر او د دې ولایت والي د فاریاب خلکو په خوښه وګماري.

له بلې خوا د ولسي جرګې مشر وایي، چې والیان کافي واکونه نه لري او یوازې هغه واکونه عملي کوي چې د حکومت له خوا ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه، دا ډول حکومتولي له یوې خوا د والیانو د کارونو ځنډ لامل کیږي او له بلې خوا سیمه ییز استعدادونه به وځپل شي. پر دې بنسټ حکومت باید والیانو ته قانون سره سم اداري او مالي کافي واکونه ورکړي.