لغمان دولت شاه

د لغمان دولت شاه ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط شوه

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت دولت شاه ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

دغه ځایي سرچینه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، دغه ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې وه چې نن سهار (پنجشنبه، ۳۰ د غویي) ترې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

سرچینې ویلي چې د دولت شاه ولسوالۍ سرتيرو يوه اونۍ مقاومت وکړ، مګر د مرکز له خوا اکمال نه شول او نن سهار شاوخوا اووه بجې په ولسوالۍ کې پاتې ژوندي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي او ولسوالي طالبانو نیولې ده.

خو بل لور ته په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال سید مقصود صاحبزاده وایي، چې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.

د مالوماتو پر بنسټ په تېرو څلورويشت ساعتونو کې افغان سرتېرو له مقاومت پرته ۷ پوستې د لغمان ولایت په الينګار ولسوالۍ کې طالبانو ته پرېښي دي.