غني

د زرګونه کرنیزو محصولاتو پروژو پرانیسته؛ ولسمشر: باید د کرنیزو محصولاتو په صادروونکي بدل شو

اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د لس زره او ۶۰۰ پروژو پرانیسته وکړه.

ولسمشر غني نن (پنج شنبه، ۳۰ د غویي) په ارګ کې د د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د دغو پروژو پرانیسته وکړه.

د کرنې وزارت وایي، له دې پرته د کرنيزو محصولاتو ۴ زره پنځه سوه او ۸ نورو پروژو رغنیزې چارې هم روانې دي.

دغه وزارت وایي: «د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه بزګرانو ته دا وړتیا ورکوي، چې په پراخه کچه سابه او مېوې تولید کړي او ښه عاید لاسته راوړي.»

ولسمشر محمداشرف غني د «کرنې اونۍ» په جوړیو شویو مراسمو کې وویل، افغانستان هغه کرنیز توکي چې باید نورو هېوادونو ته یې ولېږي، له نورو هېوادونو یې راواردوي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې باید د هېواد شاړې ځمکې ابادې او د کرنیزو توکو په یو صادروونکي هېواد بدل شو. نوموړي ورغلیو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې باید د دې کار لپاره منظمې برنامې جوړې او پر لاره یې واچوي.