لوګر

مخ پټو وسله والو په لوګر کې دوه پوليس په ډزو وژلي

اطلاعات روز: یوه امنیتي سرچینه وایي، لوګر ولایت کې مخ پټو ټوپکوالو دوه پولیس سرتیري په ډزو وژلي دي.

دغې امنيتي سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، اطلاعات روز ته وويل، نن (پنجشنبه، ۳۰ د غویي) سهار وختي د لوګر په مرکز پل عالم کې د لوګر د امنيه قومنداني دوه پوليس چې د ډوډۍ اخيستلو لپاره نانوايي ته روان و، د نامالومو وسله والو په ډزو سره وژل شوي دي.

د لوګر امنيه قومانداني مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم کومې وسله والې ډلې د بريد مسووليت منلی دی.