خوست عامې روغتیا ریاست

خوست او پکتیا کې د روغتیاپالانو کاربندیز؛ څلورمه میاشت ده چې له تنخواوو پرته کار کوي

خبریال: حبیب الله سراب

نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲مه) د پکتیا او خوست ولایتونو ډاکټرانو د تنخواوو نه ترلاسه کولو په موخه په اعتراضونو لاس پورې کړی، د پکتیا د حوزوي روغتون ډاکټرانو د کار نه کولو اعتصاب پیل کړی او خوست کې بیا روغتیاپالانو ځینې دولتي روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

د پکتیا د حوزوي روغتون ډاکټران او کارمندان وايي، د هیواد په نوم قرار دادي موسسې ورته د تېرو څلورو میاشتو معاشونه نه دي حواله کړي او لایې هم برخلیک نامالوم دي.

د دوی په وینا که په دې برخه کې اړونده ادارې اقدام ونه کړي، پیل کړي کاربندیز ته به دوام ورکړي.

د پکتیا د حوزوي روغتون ډاکټر محمد نبي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی ته د تنخوا نه ورکړې ترڅنګ له هر ډاکټر او صفاکار څخه د میاشتې ۲۰ سلنه امتیازات یې هم ګرځولي دي.

هغه وویل: «مونږ د معاشونو او امتیازاتو په اړه امنیتي ادارو ته هم رسمي مکتوبونه لیږلي دي، چې د حوزوي روغتون ستونزه هواره کړي، نو په همدې موخه په هماغه اقدام دوی سر ونه ګراوه او مجبور شو، چې اعتصاب وکړو، نن بیا راسره ژمنه وشوه، چې د دې میاشتې معاش به سبا او د پاتې نورو به هم ژر حواله شي.»

په همدې حال کې د روغتون صفاکارې زیبا وویل، چې دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې د تېرو څلورو میاشتو تنخواوې نه دي تر لاسه کړې، هغه زیاتوي، چې د روغتون په همدې معاش د کورنۍ سرپرستي په مخ وړي.

اغلې زیبا داسې وايي: «زه درې زره یا څلور زره افغانۍ معاش لرم او  د کورنۍ ټول مصارف هم زما له غاړې دي، نو که همدا ناچیزه معاش مې وځنډول شي، زه کور ته څه د خوراک لپاره یوسم، غوښتنه مې دا ده، چې د تېرو میاشتو معاش راکړي.»

د روغتون صفاکارې زیبا وویل، چې دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې د تېرو څلورو میاشتو تنخواوې نه دي تر لاسه کړې، هغه زیاتوي، چې د روغتون په همدې معاش د کورنۍ سرپرستي په مخ وړي.

په همدې حال کې د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم د روغتیاپالانو ستونزې مني او ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به د «هیواد» په نوم قرار دادي موسسه دوی ته د تېرو میاشتو معاشونه حواله کړي.

د پکتیا د عامې روغتیا ریس ولایت خان احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې ډاکټرانو ته به سبا د همدې میاشتې حواله او پاتې نور به هم په راتلونکو شلو ورځو کې دوی ته حواله کړي.

نوموړی له روغتیاپالانو غوښتنه کوي، چې پیل کړی اعتصاب پای ته ورسوي، تر څو خلک او ناروغان له ستونزو سره مخ نه شي.

ولایت خان احمدزي وویل: «نن مونږ د ډاکټرانو ستونزې په مخامخ ډول له قراردادي موسسې سره خبرې وکړې او هغوی هم ډاډ راکړ، چې د روغتون ټول پرسونل ته به د روانې میاشتې تنخوا سبا او د پاتې تېرو څلورو میاشتو معاشونه په راتلونکو شلو ورځو کې حواله شي، نو زمونږ غوښتنه له ډاکټرانو دا ده، چې د خلکو ستونزو ته باید پام وکړي او له اعتصابه لاس واخلي.»

د پکتیا د عامې روغتیا ریس ولایت خان احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې ډاکټرانو ته به سبا د همدې میاشتې حواله او پاتې نور به هم په راتلونکو شلو ورځو کې دوی ته حواله کړي.

د حوزوي روغتون د ډاکټرانو پیل شوي کاري اعتصاب ناروغ لرونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او وايي، په روغتون کې یې ناروغان بې درملنې پراته دي.

اجمل چې تېره ورځ یې روغتون ته ناروغ د درملنې په موخه راوړی و، اطلاعات روز ته وویل، چې ناروغ یې په بستر پروت دی، خو ډاکټران یې له درملنې په یوه او بله بهانه مخ اړوي.  

نوموړي زیاته کړه: «پرون مې ناروغ راوړ، کله چې ما روغتون کې بستر کړ، نو ډاکټرانو یې تر اوسه پوښتنه هم نه دی کړې، چې دا ناروغ یې په څه خاطر راوړی دی، څو ډاکټرانو ته مې وویل، چې علاج یې وکړي، خو هغوی همدا خبره کوله، چې وزارت دې زمونږ د معاشونو علاج وکړي.»

یو بل تن ناروغ سردار ولي هم له ورته ستونزې سرټکوي او وايي، د ډاکټرانو له اعتصاب پیل ورته ګڼو ناروغانو ته له روغتون څخه منفي ځواب ورکړل شوی دی، نوموړی وايي، که د ډاکټرانو ستونزې ته پام ونه شي، نو ګڼ ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

هغه وايي: «ستونزه په ډاکټرانو کې هم نه دی، ځکه هغوی بېچاره ګان هم د همدې معاش لپاره دلته وظیفه کوي، نو له پرون راهیسې ناروغ راځي، خو بیرته رخصت کیږي، نو زمونږ غوښتنه له وزارت څخه دا ده، چې د پکتیا د ډاکټرانو ستونزو ته پام وکړي، که پام ونه شي، شدید ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

اجمل چې تېره ورځ یې روغتون ته ناروغ د درملنې په موخه راوړی و، اطلاعات روز ته وویل، چې ناروغ یې په بستر پروت دی، خو ډاکټران یې له درملنې په یوه او بله بهانه مخ اړوي.  

د پکتیا حوزوي روغتون ډاکټران په داسې حال کې د کاربندیز اعلان کوي، چې  په ورڅېرمه ولایت خوست کې هم نن روغتیاپلانو ټول روغتیايي مرکزونه د اعتراض په ډول پر همدې موضوع تړلي دي، په خوست کې د «پریزینژېل» د کلینک مسوول ډاکټر صدیق الله منیب اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د تنخواو او امکاناتو نه ورکړې په موخه نن په خوست کې روغتیايي کلینکونه تړلي دي.

هغه وویل: «نن مونږ ځکه په خوست کې کلینکونه وتړل، چې په روژه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او مونږ په روژه کې دومره څه د خوراک لپاره هم څه نه لرل، معاشونه خو یې بیخي د تېرو میاشتو نه دي راکړي او دا قرارداد هم راسره شوی و، چې ټولو ډاکټرانو ته به پر وخت معاشونه ورکول کیږي.»

په خوست په تڼیو ولسوالي کې یو بل روغتیاپال ډاکټر تواب خان وايي، له تېرو ۲۹ میاشتو راهیسې ور څخه په هره میاشت کې د دوی له تنخوا څخه ۲۰ سلنه امتیاز قطع کیږي.

هغه زیاتوي، چې عامې روغتیا ریس ورسره څو ځله د شته ستونزو د هواري ژمنې کوي، خو تر اوسه یې نه دي عملي کړي او په وینا یې چې اوس ورته ریس ویلي، چې د دغو ستونزو حل د نوموړي له وسه پورته دی.

هغه وویل: «مونږ نن ځکه د عامې روغتیا ریاست دروازه وتړله، چې کړې ژمنې عملي نه شوې او په تشو وعدو ټول ډاکټران تېر ایستل شول، پخوا زمونږ په معاشونو کې ۵ سلنه زیاتوالی راته، خو اوس راڅخه د هرې میاشتې شل سلنه معاش کټ کوي، مونږ غواړو، چې د عامې روغتیا په رهبرۍ کې تغیر راولي.»

د خوست د روغتیا ریس حبیب شاه انصاري وایي، چې د معاشونو نه ورکړه د دوی له صلاحیت څخه پورته ده او دا کار د مالیې وزارت اړوند بولي.

په همدې حال کې د خوست د روغتیا ریس حبیب شاه انصاري له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د معاشونو نه ورکړه د دوی له صلاحیت څخه پورته ده او دا کار د مالیې وزارت اړوند بولي.

ښاغلی حبیب شاه وايي: «مونږ تل هڅه کړې، چې د ډاکټرانو ستونزو ته رسیده ګي وکړو او د معاشونو ستونزه خو زمونږ نه بلکې دا د مالیې وزارت اړوند راځي، نو هغوی په دې اړه تر اوسه اقدام نه دی کړی، خو زمونږ هڅې دوام لري او نږدې وخت کې به ورته حواله شي.»

په پکتیا او خوست کې د روغتیايي مرکزونو قراردادي موسسې ډېر کله له دې امله له نیوکو سره مخ وي، چې روغتیايي مرکزونو ته پر وخت درمل او ډاکټرانو ته معاشونه نه حواله کوي، چې له امله یې روغتیايي خدمتونه ټکني شوي دي.