اطلاعات روز: د لغمان ولایت بدني روزنې مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز مهترلام ښار کې یو ورزشي جمنازیوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د بدني روزنې امر بادام ګل ملتزم وایي، په دې جمنازيوم ۳۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او په اساسي ډول جوړ شوی دی.
دغه جمنازیوم چې نن (دوشنبه، ۳ د غبرګولي) پرانیستل شو، په اړه یې ښاغلی ملتزم زیاتوي، دا جمنازیوم د ختيځ زون په کچه لوی جمنازيوم دی، چې په جوړېدو سره يې په لغمان ولايت کې د بېلابېلو ورزشونو د لوبغاړو ډېرې ستونزې حل شوې.
بادام ګل زیاته کړه: «په لغمان کې دا جمنازیو چې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او ډیر ښه په اساسي ډول جوړ شوی چې د ورزشي لوبو لپاره به دلته ځوانان هم راځي.»
په ورته وخت کې د لغمان والي رحمت الله يارمل، ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې د لوبغاړو ستونزو ته به پر وخت رسيدنه کوي.
یارمل زیاته کړه: «د ورزشي لوبو دا ځای یا جمنازیوم چې نن یې افتتاح وشوه، نو دلته به ځوانان راځي او ورزشي لوبې به ترسره کوي او هم دلته د زون به سطحه هم لوبې ترسره کیږي.»
د لغمان والي وويل، په دې جمنازيوم کې به په نېږدې راتلونکي کې د زون په کچه بېلابېلې لوبې ترسره شي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې ژر به د بدني روزنې امريت غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه او عاملينو سره به يې قانوني چلند ترسره شي.