پولیس

پکتیا کې د پولیسو دوو زغره والو ګاډو ټکر د یو پولیس ژوند اخیستی

اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د پوليسو دوو زغروالو ګاډو ټکر کړی، چې له امله يې د يوه پوليس ژوند اخیستی او يو بل ټپي دی.

د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري وايي، چې پېښه تېره ورځ ناوخته (یکشنبه، ۲ د غبرګولي) د ګردېز – زرمت پر لويه لاره رامنځته شوې.

ښاغلی امیري وایي، دغه زغره وال ګاډي د پکتیکا ولایت د پولیسو قوماندانۍ اړوند و.

نوموړی د پېښې لامل د دې موټرونو تخنيکي ستونزه بولي.