اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د کامې ولسوالۍ پر ولسوال ماین چاودنه شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چاودنه نن (پنجشنبه، ۶ د غبرګولي) سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند «شاه برهان اغا» سیمه کې د کامې ولسوال شریف الله فضلي پر موټر شوې، چې له امله یې د نوموړي په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.
هغه وایي، چاودنه د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.
فرید خان زیاتوي: «نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د کامې ولسوال شریفه الله فضلي په موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې د نوموړي په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.